لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوهان: په عدالتونو کې په دیواني مقدمو د زر فېصلو دپاره د قانوني اصلاحاتو ضرورت دی


د پېښور هايي کورټ چيف جسټس وقار احمد سيټ په احکاموتو د ديواني مقدمو زر فيصله کولو او د هغې د پاره موثر لاره راویستلو په عرض په ججانو او وکيلانو مشتمل ۷ کسيزه يو کميټي ټاکلې شويده
د پېښور هايي کورټ چيف جسټس وقار احمد سيټ په احکاموتو د ديواني مقدمو زر فيصله کولو او د هغې د پاره موثر لاره راویستلو په عرض په ججانو او وکيلانو مشتمل ۷ کسيزه يو کميټي ټاکلې شويده

د قانوني چارو پوهان وايي چې په هېواد کې ديواني مقدمې د یو شمېر بیلا بېلو عواملو له امله د کلونو تېريدو نه پس هم نه فېصله کيږي چې په نتیجه کې یې نه يوازي په عدلاتونو د مقدمو بوج سوا کېږي بلکې عام ولس هم د انصاف په تکل کې د مایوسۍ سره مخامخ کیږي.

ماهرین وايي کوم خلق چې د انصاف د پاره عدالتونو ته ورځي هغوي په مقدمو کې د اوږد ځنډ له امله د مالي زيان ترڅنګ د ذهني فشار سره هم مخامخ وي. په دې پس منظر کې ماهرین وايي چې د ديواني مقدمو په قانون کې د مودجوده دور سره سم بدلون راوستل ډير اهمیت لري.

هغه کوم عوامل دي چې له امله یې په عدالتونو کې ديواني مقدمي يا سول نېچر کېسز د ځنډ ښکار وي؟ په اړه د پېښور هايي کورټ وکيل او پخواني جج خالد محمود وي او ای ډيوه ته وويل د کېسونو په ځنډیدو کې بنيادي خبره د عدالت او د وکيل نه علاوه ګواه هم دی او د جایدادونو په مقدمو کې يو پټواري په یو وخت کې گڼو عدالتونو کې حاضريږي چې په سبب مقدمې وځنډیږي.

نوموړي زياته کړه چې کوم افسران په ديواني مقدمو کې په صحيح توګه خپلې زمه دارې نه ترسره کوي او د هغوي د کوتاهو په سبب په عدلاتونو کې کيسونه د التوا ښکار شي. هغه وویل د مقدمو اکثریت بنیاد د حکومتي افسرانو غلطي فیصلې جوړېږي.

اېډوکېټ خالد دا هم وویل چې په عدالتونو کې د بې بنیاده مقدمو مخنیوی هم پکار دی او پکار ده چې عدالت ته معلومه شي چې یوه مقدمه د "تنګولو د پاره" شوي نه نو باید چې سایل سخت جرمانه شي چې "بيا هغه نسلونو ته نصيحت کئ چې عدلاتونو ته مه زئ."

يډوکېټ خالد محمود دا هم وويل چې ديواني مقدمو يا سول نېچر کېسز کې د مقدمې کومه ۳۰۰ روپۍ خرچه ټاکلې شوې هغه د موجوده وخت سره سمون نه خوري که چېرې دغه خرچه يا جرمانه زياته کړه شي نو دې سره په عدالتونو کې د بې بنياده مقدمو کولو رواج مخنيوې کېدلې شي.

د پېښور هايي کورټ چيف جسټس وقار احمد سيټ په احکاموتو د ديواني مقدمو زر فيصله کولو او د هغې د پاره موثر لاره راویستلو په عرض په ججانو او وکيلانو مشتمل ۷ کسيزه يو کميټي ټاکلې شويده، دغه کميټي به په يادو مقدمو کې اصلاحاتو او ښه قانون جوړولو په اړه عدالت ته خپل سفارشات وړاندي کوي.

د يادې کمېټې غړې او د ديواني مقدمو د سپريم کورټ وکيل محمد علې وي او ا ډيوه ته وويل چې د کمېټي وړمبۍ غونډه به د هايي کورټ د حکم سره سم ډيره زر ترسره شي.

"د دې چې کوم مېن ابجيکټيوز دي دا چې کوم ديواني مقدمات کې چې کوم پروسيجرل لېپسز راشي نو هغه پروسيجرل لېپسز څنګه مېنيمائز شي، او ديواني مقدمات چې دومره ټائم اخلي هغه کالونو کې فيصله کېږي دغه کم از کم اېوائډ شي"

نوموړي دا هم وويل چې د انګريزانو سامراج د وخت د ديوانې مقدمو د پاره چې کوم قانون نافذ العمل دی په دې کې بدلون د وخت ضرورت دی.

ياده دې وي چې دې وړاندې د خېبر پښتونخوا صوبايي اسمبلې د يادو مقدمو د پاره کوډ اف سول پروسيجر ترميمي بل منظوري ورکړې ده چې مقصد يي ياد قانون نور هم موثر جوړول او عام اولس ته په کمه موده کې په اسانې سره انصاف ورکول دي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG