لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قاضي فایز عیسا: د ملک نظام جرنیلانو اؤ بیورو کریټانو په لاس کې نیولی دی


د پاکستان د سپریم کورټ چیف جسټس قاضي فایز عیسا ویلي چې د ملک نظام جرنیلانو اؤ بیورو کریټانو په لاس کې نیولی اؤ د ملک نه یوه تماشه جوړه کړل شوې ده.

چیف جسټس د جمعې په ورځ د مارګلې په نیشنل پارک کې د کېدونکو کاروباري فعالیتونو په اړه د قضیې اورېدنې په مهال د ځنګلي ژوند د بورډ د مشرې رعنا سعید د ګوښه کولو اؤ د یاد بورډ د داخله وزارت په واک کې د ورکولو په حکومتي اعلامیو عمل در امد ایسار کړی دی.

د بیلابیلو پاکستاني رسنیو د رپورټونو له مخې سپریم کورټ په دې قضیه کې د کابېنې سیکرټري کامران علي افضل ،اټارني جنرل اؤ دمونال ریسټورنټ مالک لقمان علي افضل عدالت ته رابللي اؤ چیف جسټس ویلي چې وزیراعظم هم باید په دې معامله خبر کړل شي.

سپریم کورټ ته د رعنا سعید اؤ بلال حق نومي شهري له لوري شوي خواست کې ویل شوي چې حکومت د ځنګلي ژوند د ساتنې د بورډ مشره له خپل منصب ګوښه کړې اؤ له عدالتي حکم وروسته یې د ځنګلي ژوند د ساتنې محکمه د داخله وزارت په واک کې ورکې ده.

چیف جسټس په اورېدنه کې ویلي چې د داخله وزارت کار د عامه امن چارو ته کتنه ده خو عدالت چې د قامي اثاثې د تحفظ کوم حکم کړی ؤ د هغې سنګینه خلاف ورزي شوې ده اؤ د حکومتي اقداماتو له لارې د عدالتي فېصلې ختمولو هڅه شوې ده.

مشر قاضي پوښتنه کړې ده چې د شخصي هوټل(مونال) مالک د کابېنې د سیکرټري سره څه خپلوي لري؟ ایا هغه د کابېنې د سیکرټري ورور نه دی ؟ اؤ بیا هم د کابېنې سیکرټري د وایلډ لایف بورډ د مشرې خپلې څوکۍ نه د لرې کولو سمري یا سپارښتنه په وزیراعظم منظور کړې ده.

د اورېدنې په سپریم کورټ مهال د مارګلې د غرونو نیشنل پارک داخله وزارت ته د ورکولو په اقدام د حکومت نه ځواب وغوښتو اؤ هم یې د اسلام اباد د پرمختیایي ادارې سي ډي ای نه د مارګلې په غرونو د جوړېدونکې هاوسنګ سوسایټۍ د پروژې پاین سټي په اړه تفصیلات وغوښتل.

چیف جسټس وویل جرنیلانو اؤ بیورو کریټانو د ملک نظام په لاس کې نیولی اؤ اټارني جنرل ته هیڅ خبر نه یې چې شیان(معاملې) څنګه ترسره کیږي.

په اوریډنه کې اټارني جنرل سپریم کورټ ته بارو ورکړی چې د رعنا سعید د ګوښه کولو اؤ د نیشنل پارک د منتقلۍ معاملو ته به د وزیراعظم پام ورګرځوي چې په دې باور ورکولو سپریم کورټ د یادې قضیې اورېدنه تر ۱۵م اګست وځنډوله.

د مارګلې د غرونو په مزکه پوځ د خپل ملکیت دعوه لري خو په کال ۲۰۲۲م کې اسلام اباد هایکورټ د مارګلې د غرونو په خوندي شوؤ سیمو کې د پاکستان د سمندري پوځ ېا نیوى لخوا د ګالف کورس جوړښت غېر قانوني ګرځولی ؤ او ورسره یې د اسلام اباد نېشنل پارک په 8086 اېکړه مزکه باندې د پاکستان د پوځ ملکيتي دعوه هم رد کړې وه.

هغه مهال د هایکورټ په فیصله خپل غبرګون کې قانون پوهه کرنل ریټایرډ انعام الرحیم ډيوه ته ویلي وؤ چې د دستور او قانون ترمخه د پاکستان پوځ يوه څانګه هم پخپل سر څه وداني ېا تعمیر نه شي کولی.

هغه ویلي وؤ د پاکستان پوځ د دفاع د وزارت ماتحت اداره ده او يوازې د دفاع وزارت د وزير اعظم په منظورۍ څه قسمه منصوبه جوړولی شي.

د انعام الرحیم وینا وه وخت راغلی دی چې د پاکستان پوځ او نورې رياستي ادارې د ايين د سرلوړۍ اړخ ته تګ پېل کړي او په قانوني چوکاټ کې دننه کار وکړي او کوم کار چې د دوى په اختيار کې نه وى نو هغې خواته دې نه ځي ځکه چې دې سره د عامو خلکو په پوځ اعتماد کمېږي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG