لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان وايي‌ د ملک دننه ترهګرۍ کې د هندوستان د ککړتیا ثبوتونه لري 


DG ISPR

د پاکستان خارجه وزیرشاه محمود قرېشي هندوستان باندې تور لګولی چې پاکستان کې ترهګري کولو او بې ثباتۍ پېدا کولو لپاره افغانستان کې د یو شمېر نړیوال غیرقانونه ترهګر ډلو د تربیت مرکزونه لري.

که څه هم تر اوسه هندوستان او افغانستان د پاکستان دغه تورونو ته ځواب نه دی ویلی خو دواړه ملکونو ددې وړاندې هم د اسلام اباد لخوا لګول شوي داسې تورونه رد کړي دي او هند وار په وار په پاکستان د ترهګرو ډلو د مرستو کولو تورونه لګولي دي.

د پوځ ویاند مېجر جنرل بابر افتخار سره یو ځاې خبري کانفرنس ته د وېنا په وخت شاه محمود قرېشي ویلي دوي داسې ثبوتونه لري چې هندوستان د پاکستان بې ثباته کولو لپاره ترهګرو ډلو سره مالي مرستې کوي. نوموړي د خبري‌ کانفرنس په وخت لیکل شوي او آډیو ثبوتونه وړاندې کړي چې وښايي هند په پاکستان کې دننه وروستیو ټولو ترهګر حملوکې لاس لري.‌‌ قریشي ویلي ددغه ثبوتونو نه انکار نشي‌ کېدی.

د پوځ ویاند مېجر جنرل بابر افتخار په اول ځل میډیا ته داسې دستاویزونه وړاندې کړې چې د نوموړي په وېنا د بېنکونو د لارې د ملینونو ډالرو لېن دېن، آډیو پېغامونه او د هندوستان استخباراتي اېجنټانو او د افغانستان په خاوره موجود پاکستاني غېرقانونه تندلارو ترمنځ د رابطو ثبوتونه دي.

بابر افتخار ویلي دغه ثبوتونه ښکاره کوي چې افغانستان کې د هند سفارت او د پاکستان د سرحدي‌ پولې سره نزدې هندي قونصلګرۍ د پاکستان خلاف د ترهګرو مرسته کولو مرکزونه جوړ شوي دي.

پوځي ویاند زیاته کړې افغانستان کې د هند سفارتکاران په باقاعده توګه د پاکستان دننه ترهګر ګامونو څارنه کوي.

شاه محمود قریشي په دغه موقع وویل دوي نړۍ ته دا ښودل غواړي چېپه نړۍ کې ځان ته لوي جمهوري ملک ویونکی د خپل بدو کارونو له کبله بدمعاش ملک جوړ شوی.

شاه محمود قریشي وویل د هندوستان استخباراتي ادارې د هغه غېرقانوني ډلو سرپرستي کوي چې د پاکستان خلاف دي. نوموړي‌ وویل پاکستان په ملک کې دننه د تحریک طالبان پاکستان،‌بلوچستان لبرېشن آرمي یا بي اېل ای او جماعت الاهرار ترهګر ډلو ته ماتې ورکړې وه او تور یې ولګوو چې هندوستان د دغه ترهګر ډلو بیا راژوندي کولو کوششونه کوي او هغوي ته د پاکستان دننه ترهګرۍ کولو لپاره وسلې ورکوي.

هندوستان او افغانستان تراوسه پورې د پاکستان دغه تورونو ته ځواب نه دی ویلی خو دواړه ملکونو ددې وړاندې هم د اسلام اباد لخوا لګول شوي داسې تورونه رد کړي دي.

شاه محمود قریشي وویل دغه ثبوتونه به د ملګرو ملتونو او ددغه ادارې امنیتي شورا پنځه مستقل غړو، امریکې، روس، چین، برطانیې او فرانس سره شریکوي چې په پاکستان کې د ترهګر کارونو ودرولو لپاره په هندوستان زور راوړي.

پاکستان په هندوستان باندې د ترهه ګر ډلو سره د مرستو تورونه په داسې حال لګولې دی چې هند هم په خپل ملک کې په تېرو وختونو کې د پاکستان په خاوره موجود تندروه ډلو د لاس لرلو تورونه لګولي چې پکې د کال ۲۰۱۱ هندی پارلیمان باندې حملې، د کال ۲۰۰۸ ممبئ ترهه ګر حملې اؤ د کال ۲۰۱۹ پلوامه ترهه ګر بریدونه شامل دي.

XS
SM
MD
LG