لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

رپورټ: پاکستان په بودیجه کې امريکايي امداد نه دی حساب کړی


په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مشر جنرل جان نکلسن او د پاکستاني پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه په کابل کې په یوه غونډه کې ناست دي

یوه پاکستانۍ ورځپاڼه وايي په تېرو ۱۶ و کالو کې به په لومړي ځل به پاکستان د امريکا لخوا د ترهګرۍ په ضد مبارزه کې ورکونکې پېسې په خپل کليز بجټ کې نه حسابوي.

د پاکستان ایکسپریس ټرېبیون ورځپاڼه وايي د افېصله د پاکستان د خزانې وزارت د کال ۲۰۱۸-۱۹ لپاره د کليز بجټ په اړه يوې غونډې په وخت کړې ده. ورځ پاڼه د سرچينې له قوله وايي چارواکو دغه فېصله د امريکې د صدر ډانلډ ټرمپ د انتظامې پاکستان سره د تاوجنو اړيکو په تناظر کې کړې ده.

د خزانې لپاره د پاکستان د وزيراعظم صلاح کار ډاکټر مفتاح اسماعيل وايي د کال ۱۹-۲۰۱۸ په بجټ کې به د نقدو پېسو په حساب کې امريکايي امداد نه حسابوي.

نوموړي ويلي راتلونکی بجټ به په حقيقي وسيلو اړه لري او پکې به د کوليشن سپورټ فنډ يا امريکايي امداد په څېر خيالي پېسې نه حسابېږي.

د پآکستان د خزانې وزير وايي پاکستان چې د ترهګرۍ په ضد مبارزه کې د امريکا لپاره څومره مصرف کړی، په هغه حساب امريکا د پاکستان نهه اربه ډالره باقيداره (پوره وړې ) ده.

پاکستاني چارواکي اندېښمن دي چې د امريکې سره په نزدې وخت کې تعلق د سمېدو نه ښکاري نو ځکه نه غواړي چې امريکايي امداد دې د بجټ په پېسو کې اوشمېري.

کال ۲۰۰۱ کې د ترهګر حملو وروسته چې کله امريکا په افغانستان کې د ترهګرۍ په ضد جنګ پېل کړو نو پاکستان يي ملاتړ اوکړو او په دغه مبارزه کې يي د لومړي صف د ملګري په هېڅ برخه واخسته.

امريکا به هرکال پاکستان ته ددغې مبارزې په سر ۹۷۱.۵ مېلينه ډالرې ورکولې خو له تېر يو کال رهسې چې کله نه امريکا دغه امداد تړلی پاکستان فېصله اوکړه چې سږ کال به دغه پېسې په خپل بجټ کې نه حسابوي.

پاکستان د روان کال لپاره بجټ کې د امرېکې ۱.۳۳ اربه ډالرې يا ۱۴۱.۸ اربه روپۍ امداد هم حساب کړی وو چې لا تر اوسه امريکا نه دي ورکړي.

خود روان کال په سر کې د امريکا صدر ډانلډ ټرمپ په پاکستان نيوکې کړې وې چې د امريکا نه په ارباو ډالرې امداد اخلي خو په بدل کې يي امريکا له دهوکه ورکړې او دروغ يي ورته ويلي.

خو څيړونکي وايي کوليشن سپورټ فنډ امداد نه دی بلکه د ترهګرۍ په ضد جنګ کې د پاکستان د هوايي او زمکني لارو استعمال او د پوځي سازو سامان خرچه ده چې امريکا ورسره منلې وه.

دفاعي څيړونکي او هم د پاکستان حکومت وايي امريکا په افغانستان کې خپله ناکامي په پاکستان ورتپي او په دغه جنګ کې يي د پاکستان نه د قرباني ګډوری جوړ کړی.

XS
SM
MD
LG