په پاکستان کې د چپ لاسي سیاسي مفکوري او اشتراکي نظریي ستر مبارز جام ساقي د ژوند نه سترګې پټې کړې.هغه په کال ۱۹۶۱م کې په طالب علمۍ کې خپل سیاسي سفر پیل کړو او حیدر آباد سډونټ یونین عمومي سیکتر وټاکلی شو.
د سند ه صوبي سره تعلق لرونکی جام ساقي یو پوخ نظریاتي کموننسټ و او کال ۱۹۷۲م کې نیشنل عوامي پارټۍ کې شمولیت وروسته د کمونسټ پارټۍ پاکسان جنرل سیکټري منتخب شو.
د هغه په مرګ د پاکستان دننه او باهر خلکو په ټولنیزو رسنیو باندي خپل خفګان څرګند کړی او واي د هغه د مرګ سره روښان فکره خلکو او چپ لاسي سیاست ته سخت زیان رسیدلی.
د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بهټو زرداري په ټوټر ویلي جام ساقي د نظریاتي سیاست یو مضبوط ستن او د جمهوریت ستر مبارز و. بلاول وویل د جنرل ضیا مارشل لا لاندي جام ساقي د هغه مور بینظیر بهټو په حق کې پوځي عدالت ته ګواهي ورکړي وه.
د پاکستان پیپلز ګوند سېنټرې شیري رحمان خپل ټویټړ پیغام کې لیکلي :
“ پاکستان نن یو ستر مشر بایلو چې د غریبو او بی وزلو لپاره مبارزه کړي ده"
د جنرل ضیا مارشل لا د مخالفت په سبب جام ساقي په کال ۱۹۸۸ م کې اته کاله قید و او د ډیر سخت تشدد سره مخ شوی و.
کېنېډا کې میشته څېړونکی طارق فتح وايي جام ساقي باندي د جنرل ضیا د اسلامي آمریت لاندي بد ترین تشدد شوی و او د اوږدې مودي جیل وروسته بیا هغه جام نه وو پاتې شوی.
جام ساقي د ۹۰ په لسیزه کې د پاکستان پیپلز ګوند سره بیا یو ځای شو او تر مرګه پورې هم د دغه ګوند سره تړلی و. هغه د پاکستان د بشري حقونو کمیشن غړی هم و او جبري مشقت مخ نیوي لپاره د سند پخواني وزیراعلا سيد عبدالله شاه د ځانګړی مرستیال په توگه یې خدمات هم ترسره کړي وو.