لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان په بنګله دیش کې د جماعت اسلامي د غړو د مرګ په سزا ولې اندېښمن دی؟


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې یا زیارت په ورځ په بنګله دیش کې د جمات اسلامي شپږو مشرانو ته د مرګ د سزا په اورولو باندې اندېښنه څرګنده کړې.

د بنګله دیش د جرمونو نړیوالې محکمې د چهارشنبې یا شورو په ورځ دغو کسانو ته په ۱۹۷۱ کې د بشريت پرضد جرمونو د ترسره کولو پرسر د مرګ سزا ورکړې وه.

د بنګله دیش ډیلي سټار ورځپاڼې د راپور له مخې پدغو شپږو کسانو کې ابو صالح محمد، عبدالعزیز میا، روح الامین، ابو مسلم محمد علي، ابو لطیف، نجم الهدا او عبدالرحیم میا نومي کسان شامل دي. لطیف نیول شویدی او پاتې پنځه نور لا تر اوسه نه دي نیول شوي.

په یادو کسانو باندې تور پورې شوی وه چې د بنګله دیش د ازادۍ پرمهال یې تر ۱۳ زیات کسان وژلي وه.

د بنګله دیش حکومت وایي، د پاکستان پوځ د بنګله دیش د ازادۍ جګړې پر وخت لږ تر لږه درې میلیونه بنګالیان وژلي وو.

بنګله دیش دا تور هم لګوي، چې ددغې جګړې پر وخت د پاکستان پوځ له بنګالي ښځو سره په زرګونو جنسي تیري هم کړي وه.

د بنګله دیش د ازادۍ په جګړه کې جماعت اسلامي د پاکستان له پوځ ملګرتیا کوله او د بنګله دیش د خپلواکي مخالفت یې کاوه.

د بنګله دیش تاریخ لیکونکي وايي، جماعت اسلامي به د پاکستان پوځ ته د بنګله دیش د حکومت او نورو برخو د سر کسان په ګوته کول او بیا به پوځ هغوي وژل.

د بنګله دیش د ازادۍ په جګړه کې د پاکستان ۹۳۰۰۰ نه زیات پوځیان هندي پوځ ته تسلیم شوي وه چې دا په ټوله نړۍ کې په یو دم د دومره زیاتو پوځیانو د تسلیمېدو یو غټ مثال ګڼل کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG