لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې دخانداني منصوبه بندۍ په اشتهار پابندي


دپاکستان ميډيا ريگوليټري اتهارټي( پيمرا) دنهې په ورځ دگڼ شمير اولسي شکايتونو وروستو دمشهورې ښځينه سټار دحمل دمخنيوي په اړه يو اشتهار غيراخلاقي گرځولى اؤ پابندي يې پرې لگولې ده.
پيمرا ټولو براډکاسټرز ته ديو خط په ذريعه هدايات جاري کړي چې هغوي دې په فوري ډول د جوش کنډوم اشتهار چلول بند کړي.
پاکستاني ټولنه کې دحمل دمخنيوي په طريقو دمذهبي حلقو له لوري دسخت ردعمل دانديښنې په وجه په ميډيا په څرگنده ډول دخبرو کولو څخه ډډه کولى شي.
دپنځوسو سکينډو په دغه اشتهار کې متيره دنوې ناوې کردار ادا کړى ، چې دخپل خاوند دخدمت کولو سره يوه گاونډي جوړه په حسد اخته کوي.
کله چې گاونډي دمتيره دخاوند څخه پوښتنه کوي چې اخره هغه خپله ښځه څنگه خوشحاله ساتي ، نو ددې ځواب وي پخپل ژوند کې جوش راوله
متيره ميډيا سره خبرو کې وئيلي دي چې دغه يو عام اشتهار ؤ اؤ دفحاشۍ يا غيراخلاقي عمل سره هيڅ تعلق نۀ ؤ.
هغې ادعا کړې ده چې ورته وئيل شوي دي دڅو ورځو دننه به دغه اشتهار يوځل بيا خپريدل شروع شي.
جوش کنډوم پاکستان کې ډکى ټي انټرنيشنل دخرڅ لپاره وړاندې کوي.
دغه يوه امريکائي اين جي او ده ، کومه چې مخ په ترقۍ هيوادونو کې په ابادۍ دکنټرول اؤ ايچ ائي وي دمخنيوي لپاره کار کوي.
دپيمرا ترجمان فخرالدين مغل پاکستان براډکاسټرز ايسوسي ايشن( پي بي اى) ته په يو خط کې دغه اشتهار نازيبا، غيراخلاقي اؤ دټولنيزو، تهذيبي اؤ اخلاقي رواياتو په ضد گرځولى دى.
هغه وائي په پاکستاني ټي وي چينلو ددغه شان غيراخلاقي اشتهار چليدل اؤ هغه هم دروژې په مياشت کې ،ددې په ضد کارروائي کول ضروري وؤ
ددغه حکم نه وروستو پي بي اى خپلو غړو ټي وي چينلو ته ددغه اشتهار دنۀ خپرولو وينا کړې ده.
دملگرو ملتونو ترمخه هر دريم پاکستاني ته دحمل دمخنيوي طريقو پورې رسد ترلاسه نۀ دى اؤ ددغه ملک د١٨ؤ کروړو ابادۍ کې هرکال دوه فيصده اضافه کيږي.
ماهرانو خبردارى ورکړى چې په تُندۍ سره ملک کې دابادۍ زياتيدلو سره په قدرتي وسيلو بوج پريوځي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG