لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د وزیراعظم مرستیال: د کرونا وایرس ضد وېکسین به خلکو ته وېړیا ورکول کېږي


د روغتيا د چارو پوهان وايي دغه وېکسين په لومړي پړاؤ کې طبي عملې ته لګول ځکه مهم دي چې دوی په زر د دې وايرس نه متاثره کېږي

د روغتيا چارو د پاره د وزير اعظم خصوصي مرستيال ډاکټر فېصل سلطان ويلي چې حکومت به د مارچ د میاشت پورې د کرونا وايرس ضد یو مېلین وېکسين د تقسیمولو جوګه وي، نور وېکسين به هم زر ترلاسه کړي او دغه وېکسین به خلکو ته وېړیا ورکول کېږي.

په اسلام اباد کې خبري غونډې په مهال د ډاکټر فېصل سلطان وویل چې د حکومت لخوا اخېستل شوي دغه وېکسين به ويړيا خلکو ته لګولی شي او که چېرې د ملک د ټولې آبادۍ 70 فيصده برخې ته د کرونا وايرس پرضد وېکسين ورکړل شي نو دې سره به خلک ايميونټي يا مدافعتي قوت ترلاسه کړل شي۔

د روغتيا د چارو پوهان وايي دغه وېکسين په لومړي پړاؤ کې طبي عملې ته لګول ځکه مهم دي چې دوی په زر د دې وايرس نه متاثره کېږي، دوی زياتوي په زيات عمر خلکو کې د ډول ډول بيمارۍ شتون لري ځکه د کرونا وايرس څخه په هغو کې د مړيني شرح سېوا ده نو د مشرانو د پاره هم د وېکسينو بندوبست کول ضروري دي.

د خبري غونډې په موقع د ډاکټر فېصل سلطان وېنا وه چې د داروګانو د اخستلو اجازې ورکونکې اتهارټۍ يا ډرګ رېګولېټري اتهارټۍ د دوه قسمه د چائنا سائنو فرم او د اکسفورډ اسټرا زينيکا وېکسينو ترلاسه کولو اجازه ورکړې ده۔

" د جنورۍ نه تر د مارچ 31 مې نېټې پورې چې کومه دورانيه ده په دې کې به مونږه تقريبا يو ملين وېکسین ورکولو قابل شوي يو، د دې نه وروسته په زيات مقدار کې نور وېکسين به هم ترلاسه کړو، زمونږه 220 ملين آبادي ده او په هغې کې د بالغه خلکو د پاره وېکسين لګولو اجازه ده، زمونږه خيال دی چې د ابادۍ 70 فيصده برخې ته وېکسين ولګول شي نو دې سره به اېميونټې يا مدافعتي قوت حاصل کړل شي"

نوموړي زياته کړه چې دغه وېکسين به د طبي عملې نه وروسته ترتيب وار د هېواد په کچه د عمر په حساب سره خلکو ته لګولی شي۔

"ټولو نه اول به په هسپتالونو کې د کرونا مريضانو علاج کوونکو طبي علمې ته لګولی شي، بيا نورې طبي علمې ته او د هغې وروسته به د 65 کله عمر تنانو ته دا وېکسين لګولی شي، او بيا ترتيب وار د 18 کالو عمر پورې تنانو ته به دا وېکسين لګولی کېږي۔ زه بيا هم دا وضحه کول غواړم چې دا وېکسين به د حکومت پاکستان لخوا چې اخستل شوي، ويړيا به خلکو ته لګولې شي"

په دې حقله د پېښور نشتر آباد هسپتال په کرونا وارډ کې ډيوټي کوونکی ډاکټر قاضي شهباز وي او ای ډيوه ته وويل په هسپتالونو کې د خلکو د درملنې په مهال کرونا وايرس د صحت عملې ته په تندۍ سره لګي نو ځکه دغه وېکسين ترټولو ړومبې طبي عملې ته لګول مهم دي۔

" کويډ وېکسين د اول ورځي نه ډېر زيات ضروري وؤ، او خاص کر د طبي عملې د پاره ځکه چې زمونږه په خېبر پښتونخوا کې د 100 سېوا د طبي عملې غړي وفات شوي دي د کرونا وايرس د لاسه، چې څومره هم حفاظتي الات او سامان استعمال کړې خو د دې وايرس نه تاسو نه شې بچ کېدلې، نو دې وجې نه حکومت ته دا پکار دي چې دا وېکسين روړي او د طبي عملې هر يو وګړي د پاره د موجود وي"

نوموړي زياته کړه په دوېم پړاؤ کې د کرونا وايرس پرضد وېکسين مشرانو خلکو ته لګول ضروري دي ځکه چې د دې ناروغۍ نه په مشرانو خلکو کې د مړيني شرح سېوا ده۔

په پاکستان کې د کرونا وايرس دوېمه څپه روانه ده خو تېرو څو ورځو راهسې په روزانه حساب سره د کرونا وايرس مثبتو پېښو شرح څه حده پورې راکمه شوې ده خو د دې باوجود د مړو تعداد اوس هم سېوا دې۔

د سرکاري شمېرو ترمخه په پاکستان کې تېرو 24 ګنټودوران د کرونا وايرس نورې 2363 مثبت پېښې ريکارډ شوي او د ياد رنځ له امله 54 تنانو ژوند د لاسه ورکړې دې۔

شمېرې ښايي په پاکستان کې په مجموعي توګه د کرونا وايرس نه 5 لکه 27 زره او 146 تنان ناروغه شوي او 11 زره او 157 تنان په حق رسېدلي دي

XS
SM
MD
LG