لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په پاکستان کې د ۴۰۰ نه زیات د صحت کارکوونکی کرونا وایرس ناروغه کړي، درې ډاکټران مړه شوي


په پاکستان کې ډاکټرانو په حکومت تنقید کړی چې په روژه کې په جوماتونو کې یې د اجتماعي عبادتونو اجازت ورکړی خو حکومت وايي د دې دپاره یې طریقه کار پرځای کړی دی

په پاکستان کې د کرونا وایرس له امله ۴۸۰ د صحت کارونکي ناروغان شوي او د دې بېمارۍ دلاسه درې ډاکټران مړه شوي هم دي.

پاکستاني مامورینو دغه معلومات خبریالانو ته د شورو، چهارشنبې، په ورځ په نوي جوړ شوي نېشنل کمانډ اېنډ اپرېشن سنټر یا مرکز کې ورکړل چې کرونا وایرس د مخنیوي په خاطر قایم کړی شوی دی. د صحت وفاقي وزیر ډاکټر ظفر مرزا وویل په پاکستان کې په موجوده وخت کې ۴۸۰ د صحت کارکوونکي کرونا وایرس وهلي دي او د دوی دپاره دا ډیره د تشویش خبره ده.

ډاکټر ظفر مرزا وویل حکومت د صحت کارکوونکو ته په مسلسل ډول د خپل شخصي حفاظت الات ورسولي دي. هغه زیاته کړه د صحت کارکوونکي کرونا وایرس د مخنیوي په لړ کې په لومړي خط کې هلې ځلې کوي.

د وایس اف امریکا د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي چې د یوې اندازې ترمخه په پاکستان کې د ۲۲۰۰۰۰ نه څه لږ ډاکټران او د ۱۵۰۰۰۰ نه څه لږ زیاتې نرسانی دي.

ډاکټر ظفر مرزا وویل په پاکستان یوازې هغه طبې عملې ته کرونا وایرس نه د بچ کېدو الات ورکړی کیږي چې نیغ په نیغه د کرونا وایرس مریضانو درملنه کوي. ډاکټر ظفر مرزا وویل د طبې عملې چې کوم غړي د کرونا وایرس له امله مړه شي حکومت به د هغوی کورنیو سره مرسته کوي او مړه شویو طبي کارکوونکو ته به د "شهید" درجه ورکړی کیږي.

د نېشنل کمانډ اینډ اپرېشن سېنټر مشر او د منصوبه سازۍ وزیر اسد عمر وویل په تېرو څو ورځو کې په پاکستان کې کرونا وایرس ناروغۍ زیاتې شوي دي خو هغه وویل اوس د کرونا ټېسټونو شمېر زیات کړی شوی دی او وړاندې به هره ورځ ۵۰۰ ټېسټونه کېدل خو اوس ۸۵۰۰ ټېسټونه کولی شي.

اسد عمر وویل حکومت په ځینو صنعتي او اقتصادي هلو ځلو کې نرمي کړې ده چې دا رنګ د لکونو په شمېر کې د بې وزله خلکو د امدن وسیله پیدا شي.

د پاکستان حکومت د کرونا ځپلیو خلکو سره د مالي امداد دپاره د یو ارب ډالرو مالیت امداد اعلان کړی دی چې ترمخه یې ۱۲ مېلین کورنیو سره مالي مرسته کولی شي. اسد عمر وویل اووه مېلینه کورنیو ته دغه مالي امداد رسول شوی دی.

پاکستاني چارواکو په ملک کې طبي کارکوونکو ته د کرونا وایرس له امله د زیان خبره په داسې حال کې کړې چې په بلوچستان کې د ځوانانو ډاکټرانو تنظیم کرونا وایرس نه د محفوظ پاتې کېدو جامو او الاتو د نیشتوالي خلاف احتجاجونه کړي او په صوبه کې ځینې ډاکټران او طبي عمله د کرونا وایرس نه په منفي ډول متاثر شوي دهږ

چپه پاکستان کې د کرنا وايرس نه د مړو شمېره ۳۴۶ ته رسېدلې او اغېزمن ۱۵ زره ۷۵۹ دي.

XS
SM
MD
LG