لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډاکټران: خېبرپښتونخوا کې د کرونا نوي قسمونه - ډېلټا او الفا - تېزۍ سره خورېږي


په خېبرپښتونخوا کې د صحت چارواکي وايي چې د هېواد د نورو برخو په شان په دغه صوبه کې هم د کرونا واېرس نوي قسمونه ډېلټا او الفا په تېزۍ سره خورېږي او خبردارې یې کړی که خلک د احتیاط نه کار وانخلي، نو یو ځل بیا په روغتونونو بوج زیاتېدی شي.

د صوبې د صحت چارواکو د شمېرو ترمخه دوی چې د صحت مرکزي ادارې NIH ته کوم پنځوس (۵۰) کېسونه د خصوصي ازموینې د پاره لېږلي وو په هغې کې شپاړس (۱۶) کېسونه د کرونا د نوي هندي قسم “ډېلټا” او پنځه کېسونه د برتانوي قسم “الفا” مخې ته راغلي دي، چې دواړه خطرناک بللی شوي.

د خېبر مېډیکل پوهنتون وایس چانسلر ډاکټر ضیا الحق وي او ای ډیوه ته ویلي: «د کرونا نوي واېرس قسمونه ډېر په تېزۍ سره د یو انسان نه بل ته لګي او زیات خطرناک هم دي ځکه چې چا ته ولګي زیاترو ته د روغتون ضرورت راپېښېږي.»

ډاکټر ضیاالحق زیاتوي چې کومو خلکو د کرونا ضد ویکسین لګولي هغوي ته د هندي قسم ډېلټا یا خو پورې کېږي نه او که چا ته پورې شي هم نو اثر یې ډېر کم وي خو وايي چې کومو خلکو د کرونا ضد ویکسین نه دی لګولی هغه په بده توګه اغیزمنه کوي.

د خېبرپښتونخوا د صحت د څانګې مرستیال ډاکټر اکرام الله بیا وي او ای ډیوه ته ویلي چې، «دوي تر ۲۵ پورې ټیمونه جوړ کړي دي چې د هغه سیمو سفرونه کوي او پکې سمارټ لاک ډاون په ځای کوي یا هغه ځایونه تړي په کومو ځایونو کې چې د کرونا نوي قسم کېسونه مخې ته راځي.»

ډاکټر اکرام وايي دوي د وېکسین لګولو کار هم تېز کړی دی او د وېکسین لپاره د 750 څخه زیات مرکزونه جوړ کړی شوي دي چې پکې روزانه 95000 خلکو ته وېکسین لګولی کېږي.

د کرونا ضد د قامي ادارې نېشنل اپرېشن اېنډ کمانډ ترمخه تر اوسه پاکستان کې ټول د 45 لکهو څخه زیاتو خلکو ته مکمل او د 18 میلینو نه زیاتو خلکو ته د کرونا ضد یو خوراک ورکړی شوی دی.

ډاکټر اکرام وايي چې په تېرو 24 ساعتو کې په پښتونخوا صوبه د کرونا 258 نوي کېسونه مثبت راغلي او یو تن ترېنه مړ شوی هم دی. دده د خلې تر اوسه پورې ټوله صوبه کې د یو لاک او 40 زرو نه زیاتو خلک د کرونا صد وېکسین ورکړی شوي دي.

د کرونا ضد د قامي ادارې د شمېرو ترمخه کرونا وبا په تېرو څلیرېش ساعتو کې 24 کسان مړه کړي او 2452 نور یې متاثره کړي. د شمېرو ترمخه په ټول هېواد کې یې تر اوسه نزدی 10 لاکه خلک متاثره کړي او 22811 کسان مړه کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG