لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په پاکستان کې کرونا وايرس نور 111 تنه مړه کړي


په پاکستان کې د کرونا وايرس له امله نور 111 کسان مړه شوي چې ورسره په ملک کې د کرونا له امله د مړو ټوله شمېره 9668 ته رسېدلې ده.

د سرکاري شمېرو ترمخه په ملک کې په تیرو 24 ساعتونو کې په نورو 2256 کسانو کې دا وايرس مالوم شوي خو ورسره ويل شوي 1782 کسان چې په کرونا اخته وو ښه شوي هم دي.

ويل شوي دا وخت 2361 کسان چې په کرونا اخته دي روغتيايي حالت یې سخت دی.

په پاکستان کې تراوسه پورې په څلور لکه 65زره 70 کسانو کې د کرونا وايرس مالوم شوي او څلور لکه 17زره 134 کسان ترې ښه شوي هم دي.

په پاکستان کې د کرونا له امله په 22دسمبر 84 او 21 دسمبر 82 کسان مړه شوي دي.

په پاکستان کې د کرونا وايرس څخه تر ټولو زيات مړي په پنجاب صوبه کې شوي دي، دې وايرس په پنجاب کې 3783 کسان مړه کړي دي.

په سيند کې د کرونله له امله 3419 کسان مړه شوي او په خېبرپښتونخوا کې په کرونا اخته 1577 کسانو ژوند د لاسه ورکړی دی.

په اسلام اباد کې 398، په بلوچستان کې 181، ازاد کشمیر کې 211 او ګلګت کې 99 کسان د کرونا څخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG