لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اسلام اباد: دتباه شوې الوتکې بليک باکس ترلاسه شو


تيره ورځ دائيربليو مشر شاهد خاقان عباسي وئيلي ؤ چې دبين المللي الوتکې جوړونکې کمپنۍ ائيربس يوه ډله هم پاکستان ته رسيدلې ده چې داسلام اباد سره نزدې دالوتکې پريوتو دپيښې په پلټنو کې دسول ايوي ايشن چارواکو مدد کوي.

دسول ايوي ايشن اتهارټي چارواکي وائي چې دمارگله په غرونو کې دتباه شوې غیرسرکاري فضائي کمپنۍ ائيربليو الوتکې بليکس باکس موندل شوى دى.
دپيښې ښکار شوې دمسافرو الوتکه Airbus321 دشورو په سحر دکراچۍ نه اسلام اباد ته درسيدو وروسته په سخت باران او لړه کې دپايتخت په هوائي اډه دکوزيدو په کوشش کې دمارگلې په غرۀ کې وغورځیدو او پکې ټول ناست 152 کسان وژل شوي وؤ.
خبريالانو سره دخبرو په مهال دسول ايوي ايشن ډائريکټر جنرل جنيد امين وويل دمارگلې دغرونو څخه دالوتکې بليک باکس او کاک پټ وائس ريکارډر راويستل شوي دي.
هغه وويل بليک باکس به دپلټنو لپاره جرمني يا فرانس ته ليږلى شي.
هغه وويل بليک باکس به دپلټنيزې کميټۍ سره وي او دپلټنو مکمليدو وروستو به ټول حقيقتونو دقام مخې ته راوړلى شي.
تيره ورځ دائيربليو مشر شاهد خاقان عباسي وئيلي ؤ چې دبين المللي الوتکې جوړونکې کمپنۍ ائيربس يوه ډله هم پاکستان ته رسيدلې ده چې داسلام اباد سره نزدې دالوتکې پريوتو دپيښې په پلټنو کې دسول ايوي ايشن چارواکو مدد کوي.
هغه وويل دجهاز دبليک باکس ترلاسه کيدو وروستو به هغه دملک نه بهر ليږل وي ځکه چې په ټوله نړۍ کې يواځې دوه يا درې داسې ځائيونه دي چرته چې دبليک باکس دتجزيې کولو اسانتيا موجوده ده.
ددغه بليک باکس ترلاسه کيدو سره به اوس دا په ډاگه شي چې په څه وجه دشورو په ورځ په اسلام اباد کې دائيربليو الوتکه دمارگلې دغرونو سره لگيدلې وه؟
بليک باکس دالوتکې هاغه اله ده چې پکې دالوتکې دکپتان او کنټرول ټاور ترمينځ شوې ټولې خبرې ريکارډ کيږي چې دپيښو دوجوهاتو په معلومولو کې زيات مهم رول لوبوي.
چارواکي وائي دغه بليک باکس دمارگلې په غرونو کې دراپريوتې تباه شوې الوتکې دشا اړخ په ملبه کې موندل شوى دى
دبليک باکس جوړونکى داسټريليا سره تعلق لرونکى ډيوډ وارن دى.
دډيوډ پلار 1934ء کې په يوه فضائي پيښه کې وژل شوى ؤ.
ددغه پيښې دصحيح وجې نۀ معلوميدو په وجه ډيوډ دالوتکې دپيښې دپلټنو په اړه دالې جوړولو اراده وکړه.
په کال 1953ء کې ډيوډ دالوت په مهال دغږ ريکارډ کولو دمشين جوړولو فکر وکړو، لمړى خو دهغه دغه خيال په هر ځايې کې رد کړل شو خو اخر هم په کال 1957ء کې دبرطانوي ائيررجسټريشن بورډ سيکريټري سر رابرټ هارډنګهم دهغه ددغه خيال هرکلى وکړو.
بليک باکس مستطيل يا څلور اړخيزه ډبه شان وي ، ددې بهرنۍ کچه په څلورو پوخونو مشتمله وي، داوسپنې نه جوړ انتهائي مضبوط پوخ دا دبهرنيو اثراتو نه محفوظ ساتي.
ددې په بل پوخ کې انساليشن باکس اودتهرمل نه جوړ پوخ دا داور نه محفوظ ساتي او دغه باکس تر 11ؤ سوؤ ډګري پورې ګرمي د10ؤ ګينټو پورې برداشت کولى شي او د6ؤ زرو ميټرو پورې ژورو اوبو کې تر 24ؤ ساعتو پورې خپله ډيټا محفوظ ساتلى شي.
دبليک باکس په هکله فکر دا کولى شي چې دا په يو صورت کې هم نۀ تباه کيږي او دا يو حقيقت دى چې دا زر نه خرابيږي خو کيدى شي دانتهائي سخت نوعيت پيښه دا تباه هم کړي.
دغه بليک باکس دالوتکې په ټيل يعنې شاته وي، په دې کې کاک پټ وائس او فلائيټ ډيټا ريکارډ کيدلى شي چې دغه شان الوتکه دپيښې ښکار کيدو په صورت کې پلټنې وکړل شي.

XS
SM
MD
LG