لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان په څلورم يو ورځني ميچ کې نيوزي لينډ ته ماتې ورکړې


پاکستان په څلورم يو ورځني ميچ کې نيوزي لينډ ته ماتې ورکړې
پاکستان په څلورم يو ورځني ميچ کې نيوزي لينډ ته ماتې ورکړې

په نيپئير کې ترسره شوي څلورم يو ورځني ميچ کې پاکستان نيوزي لينډ ته په دوؤ وکټو ماتې ورکولو سره دشپږو ميچونو په سيريز کې ددوه، يو سره برتري ترلاسه کړې ده.
دنهې په ورځ نيوزي لينډ دټاس گټلو وروستو دلمړي بيټنگ فيصلې کولو سره په مقررو 50ؤ اورونو کې د7ؤ لوبغاړو په زيان پاکستان ته دگټې لپاره 263 هدف ټاکلى ؤ.
فرنکلن تر ټولو نوموړى بيټسمين پاتې شو.
دپاکستان لخوا وهاب رياض دښۀ باؤلنگ څرگندونه وکړه او درې وکټې يې ترلاسه کړې.
ددې په ځواب کې پاکستاني اوپنرانو محمد حفيظ يواځې دولس او احمد شهزاد په 42 رنز اوټ شو، دريم لوبغاړى کامران اکمل ؤ چې په شل رنز اوټ شو.
له دې وروستو يونس خان او مصباح الحق په ذمه وارۍ سره بيټنګ وکړو او په څلورمه وکټه يې د89 رنز پارټنر شپ وکړو، يونس خان په 42 رنز رن اوټ شو.
دپاکستان له اړخه تر ټولو ښۀ بيټنگ مصباح الحق وکړو او په 93 رنزو ناټ اوټ پاتې شو.
دميچ په وروستۍ برخه کې په يوه موقعه داسې ښکاريده چې ميچ به دپاکستان دلاس څخه اوځي، خو دعبدالرزاق او وروستو دسهيل تنوير ښۀ بيټنگ دپاکستان په گټه کې مهم کردار ادا کړو.
سهيل تنوير دميچ په وروستۍ برخه کې په 6ؤ باؤلونو 14 رنز هاغه مهال جوړ کړل چې پاکستان ته په 12ؤ باؤلونو دديارلسو رنز ضرورت ؤ.
دښۀ بيټنگ له امله دپاکستان تکړه لوبغاړى مصباح الحق مين اف دي ميچ وگرځول شو.
دسيريز پينځم ميچ به دزيارت په ورځ هملټن کې کيږي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG