لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شعېب ملک ولې د سرفراز نه غوره کپتان ګڼلی کيږي؟


د پاکستان د کرکټ په پخواني کپتان سرفراز احمد د کرکټ نړيوالې شورا د نسلي کرکې ډکې وېنا په سر د څلورو مېچونو بنديز لګولی

په څلورمه يو ورځنۍ لوبه کې پاکستان جنوبي افريقا ته د ماتې ورکولو وروسته داسې هيلې څرګندېږي چې د شعېب ملک په مشرۍ کې به د دغې لوبو فاېنل هم پاکستان وګټي.

د شعېب ملک په مشرۍ کې پاکستان جنوبي افريقې ته په اتو وېکټو ماتې ورکړې وه. په دغه لوبه کې عثمان شينواري څلور او شاهين افريدي دوه وېکټې اخستلې وې.

د کرک انفو وېب پاڼې ترمخه د شعېب ملک په مشرۍ کې د پاکستان لوبغاړو په پوره زور او جذبه لوبه کوله او په بالنګ او بېټنګ دواړو کې يې غوره کارکردګي وښودله.

د دغې لوبې وروسته په ټولنيزو رسنيو بحثونه کېږي چې پکې ویل کیږي داسې ښکاري شعېب ملک د سرفراز نه غوره کپتان دی.

د کرکټ پوهان ګڼي چې که پاکستان دکرکټ قامي ټيم لپاره د يو مستقل کپتان فېصله کوي نو هم دایې وخت دی ځکه چې هم په سږ کال کې به د کرکټ نړيوالې لوبې کېږي نو دا به ښه وي چې د وړاندې نه يو ذمه وار او پوهه لوبغاړي ته د کرکټ د کپتانۍ ذمه ورکړی شي.

د پاکستان د کرکټ په پخواني کپتان سرفراز احمد د کرکټ نړيوالې شورا د نسلي کرکې ډکې وېنا په سر د څلورو مېچونو بنديز لګولی.

سرفراز د جنوبي افريقا يو لوبغاړي ته په روانه لوبه کې د "کالې" يا تور ټکی کارولی و چې د نړيوال قانون ترمخه د نسلي امتياز جرم ګڼلی کېږي.

XS
SM
MD
LG