لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کپټان سرفراز احمد د نسل پرستانه وینا له امله یې، له لوبو محروم کړای شو


د کرکټ نړېوالې شورا د یکشنبې/اتوار په ورځ د پاکستان د کرکټ ټیم کپټان، سرفراز احمد ته په څلورو میچونو کې د نه لوبیدو سزا واوروله، دا ځکه چې تیره هفته هغه په جنوبي افریقا کې یوه توکم پاله (نسل پرستانه) خبره کړې وه، او دا خبره یې د مایکروفون له لارې اورېدل شوې وه.

پیښه داسې وه چې تیره هفته په دوربان کې د یوې ورځینۍ لوبې په ترڅ کې، کله چې د جنوبي افریقا آل راونډر، انډایل فیلوکوایو له راسي فان دیر ډوسن سره په پارټنرشیپ کې لوبه وگټله، نو د پاکستان ټیم کپټان سرفراز احمد په اردو ژبه نسل پرستانه خبره وکړه، چې رسنیو هغه داسې ژباړلې ده: "هې تور سړیه، نن دې مور چیرته ناسته ده؟ ورنه دې د کومې دعا خواست کړی دی؟"

د کرکټ د نړېوالې شورا مشر، ډېوېډ ریچارډسن چې کله سرفراز احمد ته یې له څلورو لوبو څخه د محرومه کیدو سزا اوروله، وویل چې یاده شورا، د دغسې چلند په وړاندې هیڅ زغم نه لري.

سرفراز وروسته بیا د خپلې وینا له امله، پر ټویټر بخښنه وغوښتله او ویې ویل چې د چا د ځورولو نیت یې نه درلود او هغه څه چې پر خوله راوړي، د هغه د زړه خبرې نه وې. د کرکټ د نړېوالې شورا په وینا، همدا بخښنه غوښتل یې هم د هغه د سزا په راکمولو کې اثر درلودلی دی.

د پاکستان کرکټ بورډ د کرکټ نړېوالې شورا په فیصلې خپله "ژوره خواشیني" ښودلې او ویلي یې دي چې د سرفراز له لوبو ایستل، ضروري نه و ځکه مسئله د دوو ترمنځ حل شوې وه.

سرفراز به زر تر زره پاکستان ته ستون شي، او د هغه پر ځای شعیب ملک د ټیم کپټان وټاکل شو.

جنوبي افریقا پخپله یو داسې هیواد پاته شوی چې هلته پخوا نسل پرستي د اپارټایډ په بڼه روانه وه او د نیلسن منډیلا په شان مبارزینو د تور پوستو په مقابل کې نسل پرستي له منځه یووړه.

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG