لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ورلډ کپ کې د پاکستان دویمه بریا ـ دا ځل یې ساوت افریقې ته یې ماتې ورکړه


پاکستان د ٢٠١٩ کال د کرکټ په ورلډ کپ سیالیو کې، د دویم ځل دپاره یوه لوبه وگټله. دا لوبه نن د پاکستان او ساوت افریقې ترمنځ وه چې په کې پاکستان وکړای شول د نهه څلوېښتو (۴٩) رنزونو په توپیر، ساوت افریقې ته ماتې ورکړي.

په لومړي ایننگز کې پاکستان بیټنگ وکړ او پوره د پنځوسو آورونو په لوبیدو یې ټولټال ٣٠٨ منډې جوړې کړې او ساوت افریقې ته یې د ٣٠٩ هدف یا ټارگېټ وټاکه.

په لومړي میدان کې د پاکستان اوه ویکټې وسوځیدې. حارث سهیل تر ټولو زیاتې (٨٩) منډې وکړې، ورپسې بابر اعظم ٦٩ رنزونه وکړل. امام الحق او فخرالزمان هر یوه، ۴۴ منډې وکړې.

په دویم میدان کې ساوت افریقې د پاکستاني ټیم په مقابل کې ښه بټینگ ونشو کړای او د ټولو پنځوسو آورونو په لوبېدو او د نهو ویکیټو په سوځېدو سره یې، ټولټال ٢٥٩ منډې جوړې کړې او هدف یې پوره نکړ.

د ساوت افریقې په ټیم کې تر ټولو زیاتې منډې د فرانسوا دوپلیسي وې (٦٣ رنزونه)، او ورپسې بیا کوینتن دې کاک ډېرې منډې وکړې چې شمېر یې ۴٧ ته ورسېد.

پاکستان تر دې وړاندې، د ورلډ کپ په روانو سیالیو کې، یوازې د انگلېنډ پر وړاندې لوبه په ١۴ رنزونو گټلې وه، او دا یې دویمه بریا وه.

په ورلډ کپ سیالیو کې د پاکستان د ټیم بله لوبه، د خالي/شنبې په ورځ، له افغانستان سره ده.

د کرکټ ماهرین وایي که پاکستان وکړای شي چې په دې ورلډ کپ کې پاته نورې لوبې ټولې وگټي، نو کوارټرفاینل یا نیمه پایلوبو ته د وتلو چانس ورته پیدا کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG