د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي امریکايي بلاګره سېنتیارېچي د پاکستان خلاف او یا په کومو غیرقانوني هلو ځلو کې نه ده ککړه. امریکايي شهري سېنتیا رېچي په ورستیو ورځو کې د پیپلزپارټۍ يه یو شمیر مشرانو یې د جنسي زیاتي او حملو الزامات لګولي وو.
داخله وزارت دا خبره په اسلام هايي کورټ کې د پاکستان پیپلز پارټۍ په دې خواست د اورېدنې په مهال وکړه چې سېنتیا ریچي دې ملک بدر کړی شي.
د وي او ای د اردو څانګې رپورټ وايي د مقدمې د اورېدو په مهال اېډیشنل اټارني جنرل یا د حکومت وکیل طارق کهرکهر د داخله وزارت بیان عدالت ته وړاندې کړو چې پکې وویل شو چې سېنتیا ریچي د اګست د میاشت تر اخېره پورې په قانوني توګه پاتې کېدلی شي او داخله وزارت داسې څه مواد نلري چې په بنیاد یې د هغې خلاف اقدامات وکړي.
عدالت وویل د داخله وزارت د لیکل شوي بیان نقلونه دې د مقدمې فریقېنو ته ورکړی شي او اورېدنه یې وځنډوله.
په عدالت کې د مقدمې د اورېدنې وروسته د پاکستان پیپلزپارټۍ وکیل مطبوعاتو سره خبرو د داخله وزارت په بیان د عدم اعتماد څرګند کړو او ویې وېل د دې په ضد به عدالت ته خواست ورکوي، یعني چېلینج کوي به یې.
د وي او ای د رپورټ ترمخه په تېرو ورځو کې سېنیتا رېچي د پاکستان پیپلزپارټۍ په یو شمېر مشرانو د جنسي تېري او په جنسي توګه د هغې د ویرولو الزامات لګولي وو چې پکې د پاکستان پخوانی وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني، د کورنیو چارو پخواني وزیر رحمان ملک، مخدوم شهاب الدین شامل دي. دغو سیاستوالو د سېنیتا ریچي الزامات رد کړي دي.
رپورټ وايي سېنتیا رېچي د پخوانۍ وزیراعظمې بېنظیر بهټو په اړه یو لانجمن ټویت هم کړی و چې پیپلزپارټۍ پرې سخت ردعمل وښودلو او د هغې خلاف یې د اېف ايي ای د سایبر جرمونو خلاف څانګه ته یې کېس یوړو.