لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ټوپکو او کبابو د پاره مشهور د درې بازارخاموشه دی


دره ادم خیل د لوړو غرونو په منځ کې د قبائیلو سیمه ده چرته چې کاریگر د ټوپکو او وسلې جوړو په خپل هنر دې تنگي ته شهرت گټلی دی
دره ادم خیل د لوړو غرونو په منځ کې د قبائیلو سیمه ده چرته چې کاریگر د ټوپکو او وسلې جوړو په خپل هنر دې تنگي ته شهرت گټلی دی
دره ادم خیل د لوړو غرونو په منځ کې د قبائیلو سیمه ده چرته چې کاریگرو يي د ټوپکو او وسلو جوړولو په خپل هنر دې تنگي ته شهرت گټلی دی.
تیرې یوې صدۍ نه د زیات وخت راهسې پیښور سره نزدې دره ادم خیل کې کاریگران د جدیدې مشینرۍ د استعمال بغیر په روایتي ډول وسله جوړوي او هم په دې وجه دره په نړۍ کې د ټوپکو تمانچو او گوله بارود د پاره نوم لري.
د دنگو غرونو په منځ کې ددرې تنگی د پیښور، کوهاټ او د خیبر پښتونخوا نورو جنوبي سیمو ته تلونکې لویه لار باندې پروت دی.
د تفنگ او اهنگ سره سره درې به د پښتنو روایتي خوراکونو، کبابو او تیکو، د پاره هم شهرت لرلو.
یو وخت داهسې هم یادیږی چې د درې په بازار کې به د وسلې د خریدارانو، د پیښور کوهاټ په لویه لار تلونکو مسافرو او د لرې لرې نه راغلې سیلانیانو گڼه گوڼه وه. فضا کې به د ټوپکو تمانچو د ازمائښتې ډزو اوازونه او د کبابو خوشبوې وه.
د درې بازار نه د کوهاټ په لویه لار او د کوهاټ په غاښي تلونکو مسافرو گڼه گوڼه په سړک جوړ سورنگ یا ټنډیل یوړه او د بازار د کاریگرانو خریداران، د هغوي په وینا، سیمه کې بې امنۍ یوړل.
سېمه کې د تندلاریتوب د زیاتیدو او د امنیتي ځواکونو او د وسله والو ترمنځ وخت په وخت کیدونکو نخښتو له امله د درې بازار رونق کم شوی دی.
درې ته تلونکې سړک باندې د امنیتي ځواکون چیک پوسټونه لگیدلې دي او دتلونکو راتلونکو پلټنه کولی شي. ددرې کالج د امنیتي ځواکونو مرکز کې بدل شوی دی او په بازار د خاموشۍ څادر غوړیدلی دی.
پیښور کې د وائس اف امریکا ډیوه ریډیو خبریال حمیدالله درې ته تللی او د سترگو لیدلی حال يي ریکارډ کړی، تاسو يي دلته اوریدی شۍ:
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:44 0:00
Direct link

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG