لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: پاکستان کې د مرگ سزاگانې عملي کیدل ځنډول شوي


د حکومتي بیان ترمخه، د مرگ سزاگانو باندې عمل د صدر زرداري هیواد ته بیرته د راتگ پورې ځنډولی شوی دی او په دې معامله به د وزیراعظم سره خبرې اترې کوي
د حکومتي بیان ترمخه، د مرگ سزاگانو باندې عمل د صدر زرداري هیواد ته بیرته د راتگ پورې ځنډولی شوی دی او په دې معامله به د وزیراعظم سره خبرې اترې کوي
دپاکستان صدر او د انساني حقوقو تنظیمونو لخوا د اعتراضاتو ورسته پاکستان د اتوار په ورځ د مرگ سزاگانو باندې عمل په عارضي توگه ځنډولی دی.
د فرانس خبرې ادارې ای ایف پې یو رپورټ کې ویلي پاکستان دا اقدام په داسې مهال اخستی چې څه ورځې ورسته د مرگ په سزاگانو د پنځو کالو راهسې لگیدلې پابندې ختمیدونکې ده.
د اتوار په ورځ د حکومت د اعلان ترمخه، هاغه د مرگ سزاگانې چې دا هفته عملي کیدونکې وې، د صدر اصف علي زرداري د اعتراض ورسته ځنډولی شوي دي.
د حکومتي بیان ترمخه، د مرگ سزاگانو باندې عمل د صدر زرداري هیواد ته بیرته د راتگ پورې ځنډولی شوی دی او په دې معامله به د وزیراعظم سره خبرې اترې کوي.
بیان وايي د صدر د خواهش په احترام د مرگ په ټولو سزاگانو عمل درامد د صدر او وزیراعظم د خبرو اتور پورې ځنډولی شوی دی.
د پاکستان نوي حکومت د جون په میاشت کې د مرگ سزاگانو باندې د عملدرامد پابندي ختمه کړې وه او ددې هفتې د شورو یا زیارت په ورځ د غیر قانونه گرځولی شوي ډلې لښکر جهنگوي دوه غړې تیزندي کیدونکې وو.
د حکومتي فیصله نه وړاندې وسله والو ډلو دړکه کړې وه چې که چرې حکومت ددوې غړې تیزندې کړل نو دا به د جنگ اعلان وي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG