د پښتنو په حجره کې د ژوند هر اړخ خپل ځائې مومي، لکه غم ښادي، جرگه مرکه، ټنگ ټکور، خنده خوشحالي او ټوکې ټکالې.
هم دغه رنگ، یو میلس ډیوه ریډیو د خپلو اوریدونکو دپاره په بله ډیوه پروگرام کې جوړ کړی وو چې پکې د پښتو دوه مزاحیه شاعرانو د ملاکنډ نه ظفرخان ظفر او د اورکزو د سیمې نه صادق سرگردان برخه واخېسته.
ظفر خان ظفر د هائیکو شاعر دی او د مزاح اظهار پکې ډیر په ښه انداز کوي. هائیکو کې هغه نه یواځې د ژوندې په مختلفو اړخونو ټوکې کوي. هغه د مقبولو سندرو پیروډي یا نقل هم کړی دی.
صادق سرگرادن په قطعه کې ماهرت لري. قطعه کې هغه که یو خوا مزاح کوي نو د بلې خوا يي د اورکزو سیمه ایزه ژبه او لهجه د وینا خوند نور هم سیوا کي. دواړو میلمنو شاعرانو د پروگرام د ډیوه ریډیو د لارې د اوریدونکو په مخ په خپلو خوندورو شعرونو خندا او خوشحالي وشنیدله.
پروگرام تاسو دلته اوریدی شۍ:
http://www.voadeewaradio.com/audio/audio/390875.html