لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايشيا کپ : پاکستان ـ هند له ماتې ورکړه


پاکستاني ټيم په ۴۹.۹ اوورو کې د ۹ لوبغاړو په سوزېدو ۲۴۹ رنزونه جوړ کړل اوپه يو وکټ يې مېچ وگټو.
پاکستاني ټيم په ۴۹.۹ اوورو کې د ۹ لوبغاړو په سوزېدو ۲۴۹ رنزونه جوړ کړل اوپه يو وکټ يې مېچ وگټو.
پاکستان د ايشيا کپ ټورنامنټ کې په خپل درېم مېچ کې هند ته په يو وکټ ماتې ورکړه ، د پاکستان لخوا په ورستۍ کې ال راؤنډر شاهد افريدي ښه لوبه وکړه ، په ۱۸ بالونو يې ۳۴ رنزونه جوړ کړل او د پاکستاني ټيم گټه يې يقينې کړه .
د بنگله دېش په شېربنگله کرکټ مېدان کې د ايشيا کپ روان ټورنامنټ کې د پاکستان او هند کرکټ ټيمونو ترمينځ لوبه کې هند لمړی بيټنگ کړی ؤ او په ټاکل شوؤ ۵۰ اوورونو کې يې د ۸ لوبغاړو په سوزېدو پاکستان ته د ۲۴۶ رنزونو هدف ورکړی ؤ .
پاکستاني ټيم په ۴۹.۹ اوورو کې د ۹ لوبغاړو په سوزېدو ۲۴۹ رنزونه جوړ کړل اوپه يو وکټ يې مېچ وگټو.
د ايشيا کپ په شپږم مېچ کې د پاکستان او هند ترمينځ لوبه کې پاکستان ټاس گټلی او خپله يې د بولنگ پرېکړه کړې وه .
د هند په ټيم کې دوه بېټسمېنانو د ۵۰ نه زيات رنزونه جوړ کړي ، ای ټي رائېډو په ۶۲ بالونو ۵۸ رنزونه او ار جی شرما په ۵۸ بالونو ۵۶ رنزونه جوړ کړل .
د پاکستان لخوا سعيد اجمل د ۱۰ اوورو په بدل کې د ۴۰ رنزونو په سر درې وکټې ، محمد حفيظ په ۹ اوورو کې د ۳۸ رنزونو په سر دوه ، محمد طلحه په ۷ اوورو کې د ۲۲ رنزونو په سر دوه او عمرگل يو وکټ اخستی دی .
د پاکستان په بېټنگ کې تر ټولو زيات محمد حفيظ په ۱۳۰ بالونو ۷۵ رنزونه جوړ کړل ، او د مېچ غوره لوبغاړی وگرځول شو .
پاتې نورو بېټسمېنانو کې احمد شهزاد په ۶۴ بالونو ۴۲ رنزونه ، صهېب مقصود په ۹۱ بالونو ۳۸ رنزونه اوال راؤنډر شاهد افريدي چې اؤټ نه شو په ورستو دوه بالونو يې د دوه چهکو لگولو سره په ټولو ۱۳ بالونو ۳۴ غوره رنزونه جوړ کړل او پاکستان مېچ يې وگټو .
ايشيا کپ کې پاکستان له دې وړاندې په خپل دوهم مېچ کې د افغانستان کرکټ ټيم ته له په ۷۲ رنزونو ماتې ورکړې وه ، او خپل لمړی مېچ يې د سري لنکا نه په ۱۲ رنزونو بائيللی ؤ .
هند په خپل لمړي مېچ کې بنگله دېش له ماتې ورکړې وه او دپاکستان په رنگ يې دوهم مېچ د سري لنکا نه بائيللې ؤ .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG