لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان ـ بنگله دېش ته په ۵۰ رنزونو ماتې ورکړه


د پاکستان په بېټسمينانو کې زيات رنزونه احمد شهزاد په ۶۲ بالونو ۱۱۱ رنزونه جوړ کړل ، او د مېچ غوره لوبغاړی وگرځول شو
د پاکستان په بېټسمينانو کې زيات رنزونه احمد شهزاد په ۶۲ بالونو ۱۱۱ رنزونه جوړ کړل ، او د مېچ غوره لوبغاړی وگرځول شو
د پاکستان کرکټ ټيم بنگله دېش ته په ۵۰ رنزونو ماتې ورکړه ، او د بنگله دېش ټيم په ۲۰ اوورونو کې د اووه لوبغاړو په سوزيدو ۱۴۰ رنزونه کړل .
بنگله دېش کې روان ټي ټوئنټي ورلډکپ کې د پاکستان او بنگله دېش ترمينځ مېچ کې پاکستان لمړی بيټنگ کړی ؤ او په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې يې په پينځه وکټو ۱۹۰ رنزونه جوړ کړي وو .
د بنگله دېش لخوا زيات رنزونه شکېب الحسن په ۴۴ بالونو ۳۸ او ناصر حېسن په ۳۱ بالونو ۲۳ رنزونه جوړل کړل ، نورور لوبغاړو د ۲۰ پورې رنزونه چا هم نه دي جوړ کړي .
د بنگله دېش خلاف عمرگل درې وکټې او سعيد اجمل دوه وکټې واخستې ، شاهد افريدي او زوالفقار بابر يو يو کهلاړي اؤټ کړو .
د پاکستان په بېټسمينانو کې زيات رنزونه احمد شهزاد په ۶۲ بالونو ۱۱۱ رنزونه جوړ کړل او د مېچ غوره لوبغاړی وگرځول شو ، د پاکستان په پاتې نورو لوبغاړو کې شعيب ملک په ۲۳ بالونو ۲۶ او شاهد افريدي په ۹ بالونو ۲۲ رنزونه جوړ کړل .
د پاکستان وړومبي درې بېټسمېنان کامران اکمل په ۹ رنزونو ، محمد حفيظ په ۸ او عمراکمل په 0 باندې اؤټ شوی ؤ .
د بنگله دېش عبدالرزاق دوه وکټې او نورو درې باؤلرانو يو يو وکټ واخستو .
د پاکستان په ټيم کې نن د باؤلر بلاول بهټي په ځايې سهيل تنوير شامل کړی شوی ؤ ، او بنگله دېش هم په خپل ټيم کې يو لوبغاړی بدل کړی ؤ .
پاکستان په روان ټي ۲۰ ورلډکپ کې په گروپ ټو کې له دې وړاندې دوه مېچونه کړي ، په يو کې يې د هند نه ماتې خوړلې او بل مېچ يې د اسټريليا نه گټلی ؤ .
هند په گروپ ټو کې درې مېچونه گټلي او سيمي فائنل ته په رسېدو کې کامياب شوی دی .
د پاکستاني ټيم سيمي فائنل مېچ ته د رسېدو دپاره نن د بنگله دېش نه او بيا په د نهې په ورځ وسټ انډيز ته ماتې ورکول ضروري ؤ . پاکستان او ويسټ انډيز کې چې څوک لوبه وگټي هغه به سيمي فائنل ته ورسي .
بنگله دېش له دې وړاندې د وسټ انډيز او هند دواړو نه مېچونه بائيللي دي . او نن د پاکستان نه په مېچ بائيللو د ټورنامنټ د سيمي فائنل د منډې نه بهر شو .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG