لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د ترهګرۍ تورونو د سپیناوي لپاره پاکستانی پلاوی کابل ته ځي


پاکستاني چارواکي د هغو اسنادو او شواهدو د سپیناوي لپاره د فیبرورۍ په دریمه نېټه کابل ته ځي کوم چې د وروستیو ترهګریزو بریدونو په اړه په اسلام اباد کې د افغان امنیتي چارواکو لخوا له پاکستان سره شریک شوي وو.

د وي او اې ډیوه خبریال حقمل روان سادات تر مخه د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویس برمک او د ملي امنیت ریس معصوم ستانکزي دغه خبره له پاکستان څخه د خپل یو ورځني سفر وروسته په کابل کې خبریالانو ته کړېده.

د کورنیو چارو وزیر ویس برمک وویل:

(د پاکستان د لومړي وزیر په شتون کې مو دغه اسناد له پاکستاني امنیتي چارواکو سره شریک کړل او هغوي په دې برخه کې د عملي اقدام ژمنه وکړه. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر او د استخباراتو مشر دا وړاندیز هم وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ باید یو دوه اړخیز میکانیزم جوړ شي ترڅو د داسې پېښو په اړه له یو بل سره استخباراتي معلومات شریک کړي.)

د دغو اسنادو او شواهدو له مخې د کابل او یو شمېر نورو ولایتونو وروستي ترهګریز بریدونه د پاکستان په خاوره کې پلان شوي او ترهګر ورته هم په پاکستان کې روزل شوي وو.

د افغانستان د ملي امنیت مشر معصوم ستانکزي وویل:

(شرایط بدل شوي او ددغه بدلون له مخې کیدای شي چې د سیمیزې او نړیوالې همکارۍ په پایله کې داسې شرایط رامنځ ته شي چې له مخې یې په ترهګرو باندې محدودیتونه زیات شي او له دې لارې بیا مونږ وکولای شو دغو ناخوالو ته د پای تکی کېږدو.)

خبر زیاتوي، پاکستانی پلاوی به له افغان چارواکو سره د ترهګرۍ پرضد جګړې سربېره د سولې او د کډوالو د بیرته ستنېدو پر مسلو هم خبري وکړي.

افغان حکومت په وار وار ویلي دي، چې د پاکستان حکومت دې په خپله خاوره کې د افغان حکومت پرضد د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو د فعالیتونو د مخنیوي او همداراز د ترهګرو د امن ځایونو د له منځه وړولو په برخه کې عملي ګام پورته کړي.

په کابل کې د تېرې میاشتې په اوږدو کې کابو ۲۰۰ کسان د ترهګرو په بریدونو کې وژل شوي دي چې پړه یې طالبانو او داعش ډلې په غاړه اخیستې.

افغان چارواکو د دوشنبې په ورځ په کابل کې په پوځي اکاډمۍ باندې د برید پرمهال یو ترهګر هم ژوندی نیولی. په دغه برید کې ۱۱ کسان وژل شوي وو.

XS
SM
MD
LG