لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

رپورټ: په ډې ايي خان جیل د حملې په لړ کې ۴ پولیس نیول شوي


په جیل حمله کې د طالبانو د زندان نه ٢٥٠ کسان ازاد کړې وو چې پکې د طالبانو ملگري هم وو
تیره میاشت د پاکستان په ډیره اسماعیل خان ښار کې په زندان د طالبانو د حملې په لړ کې څلور پولیس چارواکې په دې شک نیول شوي چې خپلو ذمه وارو کې يي د غفلت نه کار اخستی وو.
د پاکستان ډان ورځپاڼې د اتوار په ورځ خپل یو رپورټ کې ویلي په ٣٠ جولائي د ډیره اسماعیل خان په مرکزي جیل د طالبانو د حملې په وخت نیول شوي پولیس چارواکې د خپل کار نه غافله وو.
په جیل حمله کې د طالبانو د زندان نه ٢٥٠ کسان ازاد کړې وو چې پکې د طالبانو ملگري هم وو.
په ډیره اسماعیل خان جیل د حملې ورستو پاکستاني چارواکو په مختلفو زندانونو د امنیت اقدامات سخت کړې دي.
ډان وايي د کراچۍ په مرکزي جیل خانه د ممکنه حملې مخنیوي لپاره هم د امنیت گامونه سخت کړی شوي دي. جیل ته تلونکې ځېنې لارې یا خو تړل شوي او یا پې د پولیس او امنیتي ادارو پوسټونه لگول شوي دي.
XS
SM
MD
LG