لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډيره اسماعيل خان جیل نه تښتیدلې ۴٥ قيديان بيرته نيول شوي


بلخوا دپاکستاني طالبانو دتحريک يو کمانډرعدنان رشيد يو خبري ټي وي چينل ته وئيلي هغه د داسې حملې لپاره دڅو مياشتو راهسې منصوبه بندي کوله چې مقصد يې دهغوي دتنظيم دشپږو مرکزي کمانډرانو دکوئټې او نورو سيمو څخه راازادول وؤ. عدنان رشید د بنو جیل نه ازاد کړی شوی دی
بلخوا دپاکستاني طالبانو دتحريک يو کمانډرعدنان رشيد يو خبري ټي وي چينل ته وئيلي هغه د داسې حملې لپاره دڅو مياشتو راهسې منصوبه بندي کوله چې مقصد يې دهغوي دتنظيم دشپږو مرکزي کمانډرانو دکوئټې او نورو سيمو څخه راازادول وؤ. عدنان رشید د بنو جیل نه ازاد کړی شوی دی
دشورو په ورځ امنيتي ځواکونو ادعا کړې ده چې تيره ورځ دډي ائي خان په جيل دطالبانو حمله کې دتښتيدلو بنديانو څخه يې ۴٥ بيرته نيولي دي اؤ دخيبرپښتونخوا انسپکټر جنرل ددغه پيښې په سر څلور پوليس افسران معطل کړي دي.
امنيتي چارواکي وائي چې دغه تښتيدلو بنديانو په رضاکارانه توگه خپل ځانونه پوليسو ته سپارلي اؤ دتښتيدلو قيديانو دنيولو لپاره هم دلټونې عمليات روان دي.
په عين حال کې دخيبرپښتونخوا دپوليسو مشر( انسپکټر جنرل اف پوليس) احسان غني دډيره اسماعيل خان دضلعي پوليسو افسر خالد سهيل او ايس ډي( افيسر ان سپيشل ډيوټي) جوړ کړى، ښاغلي غني ايس پي(سټي) اؤ درې نور ايس ايچ او گان هم ددغه پيښې پسر معطل کړي دي.
له دې وړاندې دخيبرپښتونخوا دپوليسو ائي جي پيښور کې دډيره اسماعيل خان په شان دپيښو دممکنه مخنيوي په اړه په امنيتي چارو دغور لپاره دلوړې کچې ديوې غونډې مشري کړې ده.
سرچينې وائي چارواکو ته دخيبرپښتونخوا دهري پور په جيل دتندلارو ديو بل بريد خفيه اطلاعات ترلاسه شوي دي، په دغه جيل کې هم دلوړې کچې تندرلاري بندي دي، چې پکې دپاکستان په پخواني پوځي صدر جنرال(ر) پرويز مشرف اؤ پخواني وزيراعظم شوکت عزيز دبريدونو منصوبو کې دککړو غيرقانوني ډلو غړي هم شامل دي.
امنيتي ځواکونو دډي ائي خان په مرکزي جيل دطالبانو بريد کې دتښتيدلو ٢٥٢ؤ بنديانو يو فهرست هم جاري کړى دى، په دغه فهرست کې ديوولسم نمبر بيرک څخه دتښتيدلو دلوړې کچې د١١ؤ ترهه گرو نومونه هم شامل دي.
بلخوا دپاکستاني طالبانو دتحريک يو کمانډرعدنان رشيد يو خبري ټي وي چينل سره خبرو کې وئيلي دي چې هغه ديوې داسې حملې لپاره دڅو مياشتو راهسې منصوبه بندي کوله چې مقصد يې دهغوي دتنظيم دشپږو مرکزي کمانډرانو دکوئټې او نورو سيمو څخه راازادول وؤ.
هغه دعوه کړې ده چې په دغه حمله دهغوي ١٠ ملينه روپۍ خرڅ راغلى ، په کامياب سره ترسره شوى اؤ دهغوي ٣٥ را ازاد کړل شوي ملگري په حفاظت سره دشمالي وزيرستان ميرعلي سيمې ته وررسيدلي دي.
په برطانوي دور کې جوړې شوې دډيره اسماعيل خان په مرکزي بندي خانه تيره ورځ په لسگونو وسله والو جنگيالو ددرنو وسلو په مدد سره حمله کړې وه چې پکې خواؤشا ٢٥٠بنديان تښتيدلي وؤ.
په دغه حمله کې دشپږو پوليس عسکرو پشمول ١٢ کسان وژل شوي وؤ اؤ امنيتي ځواکونو سره نښته کې پينځه بريدکوونکي وژل شوي.
په خوشې کړل شوؤ دغو بنديانو کې وليد اکبر هم شامل ؤ، چاته چې تيرکال دعاشورې په يو جلوس بمي چاؤدنه کې دککړتيا په تور د١٦١٦ کلونو دبند سزا اورول شوې وه.
دخيبرپښتونخوا ائي جي پي دنورو لوړپوړو چارواکو سره دنهې په ورځ دډيره اسماعيل خان دجيل دوره کړې.
چارواکي اؤ عيني شاهدان وائي د١٠٠ؤ څخه زيات حمله کوونکي په گاډو اؤ موټر سائيکلو دډيره اسماعيل خان په جيل دڅلورو واړو اړخو څخه دحملې لپاره ورغلي وؤ اؤ دهغوي څخه يوې ډلې دجيل سره نزندې په ١٨٥٤ کې په جوړ شوي يو چيک پوسټ ډزې کړې وې.
چارواکي وائي چې دغو جنگيالو دمظهرحسين، سيف الله، رستم، ميرزمان اؤ سردار پشمول شپږ پوليس عسکر ، دملتان سره تعلق لرونکي دساجد اؤ جمعه ملنگ په نومونو سره هاغه دوه قيديان چې ورته دمرگ سزا اورول شوې وه اؤ دوه نور بنديان يې وژلي دي.
حمله کې يو څوکيدار،يو لاروي اؤ يو بل نامعلوم تن هم وژل شوي اؤ ١٦ نور ژوبل شوي دي.
دحملې وروستو په ډيره اسماعيل خان اؤ ټانک ضلعو کې کرفيو لگول شوې اؤ په لويه پيمانه دلټونې عمليات پيل کړل شوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG