لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څیړونکي:‌ د پاکستان ریاست په انټرنېټ د موادو نګرانۍ په نامه خلک قابو کول غواړي


social media in pakistan
social media in pakistan

د پاکستان انګريزۍ ژبې ډان ورځپاڼې په خپله اداريه کې ليکلي، د پاکستان حکومت په انټرنټ خورېدونکو موادو نګرانۍ کولو لپاره داسې حالات سموي چې د انټرنټ متعلقه کمپنو نه يې پکې څه قسم رایې نه ده اخېستې.

اداريه زياتوي د غېر قانوني موادو بندولو او لرې کولو په نوم دغه اصولو وضع کولو په اړه د اېشيا انټرنټ کوليشن لويو سوشل مېډيا کمپنو وزیراعظم عمران خان ته یو خط ليکلی او په دغه اصولو وضع کولو کې د اړونده ادارو نظر نه اخېستو باندې یې تشويش څرګند کړی.

پاکستان کې د سوشل مېډيا د صارفينو د حقونو تنظيم بائټس فار ال يو فعال اسامه خلجي وايي د پاکستان په ائين کې خلقو ته د راې د اظهار حق ورکړل شوی او په ټولنيزو رسنيو د موادو چانټي/ څارنه کول او هغه لرې کول خلک د خپل بنيادي حق نه محرومه کول دي.‌

" بنيادي حق باندې ډېر لوې اثر پرېوځي. په جمهوريت کې ځکه چې بيا حلق يرېږي به چې مونږه باندې کېس ونه شي نو ځکه زمونږه په زړه کې کومه خبره ده هغه په سوشل ميډيا باندې نه ليکو او بل تاسو که وګورۍ نو نوره ميډيا لکه ټي وي او اخبارونو باندې ډېر دباؤ دی نو کافي خبرې خلک هلته نه شي کولی نو هغه بيا خلک په انټرنېټ باندې کوي، نو بيا انټرنېټ باندې هم خلک خاموش کولو کوشش کېږي لګيا دی دې قانون په ذريعه."

د ورځپاڼې په اداريه کې دا هم ليکل شوي، دغه رولز کې حکومت ته دا قانوني حق ترلاسه وي چې په سوشل مېډيا خپرېدونکي موادو نګراني وکړي، هغه لرې کړي او د حکومت په هداياتو عمل نه کولو په نتيجه په سوشل ميډيا کمپنو بنديز هم ولګوي.

په پاکستان کې د ډيجيټل رايټس فاونډېشن مشره نګهت داد وايي حکومت د موادو لرې کولو د پاره خو چمتو دې ولې د خلقو ډېټا او د هغو ان لائن حقونو خوندي کولواقدامات نه کوي کوم چې تر ټولو زيات مهم دي.

" موادو کې چانټي کولو او په اپليکېشن بنديز لګولو په معامله کې خو حکومت چمتو دې ولې کله چې د ډېټا د خونديتوب خبره راشي نو بيا خلکو ته د اېف ايي ای نه شکايت وي چې زمونږه معاملات نه حل کېږي، داسې ډول اقدامات کولو سره مونږه خلک نور هم د مسلو سره مخ کوو، رياست غواړي چې پاکستان کې څومره د انټرنټ صارفين دي هغه قابو کړي."

د خېبر پښتونخوا انفارمېشن ټيکنالوجۍ بورډ په ډيجيټل مارکيټنګ څانګه کې کار کوونکې محمد ياسين وايي داسې اصولو وضع کول چې پکې سوشل ميډيا کمپنی د موادو لرې کولو او ډېټا شريک کولو باندې زور اچولی شوی وي د هېواد ډيجيټل اکانومي ته زيان رسوي.

" که پاکستان کې فيس بک بند کړی شي نو دا به ډيجيټل مارکيټنګ ته ډير لويي زيان وي. دغه شان نورې کمپنۍ هم ووايي چې مونږه دلته نه راځو او زما په خيال پالېسۍ دا شته چې بندولې به شي، اوس چائنه هر څه بلاک کړي، خو د چين خپله اکانومي او ټېکنالوجې دومره مظبوط ده چې هغو د دې متبادل نور څه جوړ کړي دي نو دغې وجې نه چين ته دغه نقصان نه رسي.‌ که چرې په پاکستان کې دغه د بندېز پاليسي استعمال شي نو پاکستان ته به ډېر زيان ورسي."

په نړۍ کې د جمهوریت او ازادۍ د حالاتو د څار نړیوالې ادارې فريډم هاوس په نژدیو ورځو کې په خپل یو رپورټ کې ويلي وو، پاکستان کې چارواکي اوس هم د انټرنټ د بندلو، د وېب پاڼو بلاک کولو او د انلائن ايکټيوزم په خاطر د خلکو د ګرفتارو په عمل لاس پورې کړی.

خو د پاکستان موجوده حکومت پرله پسې دعوه کوي، وايي د اظهار په ازادۍ باور لري خو نه غواړي چې سوشل مېډيا په هېواد کې د کرکې راپارولو او د پاکستان پوځي او عدالتي ادارو پرضد وکارولې شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG