لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې دې لاک ډاون سخت او په جوماتونو کې د لمونځونو فیصلې ته بیا کتنه وشي، د ډاکترانو غوښتنه


د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د وزیراعظم عمران خان سره د کرونا وایرس مخنیوي په اړه په ټېلې فون خبرې کړي
د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د وزیراعظم عمران خان سره د کرونا وایرس مخنیوي په اړه په ټېلې فون خبرې کړي

په پاکستان کې یو شمېر لویو (سینیر) ډاکټرانو د حکومت نه غوښتنه کړې ده چې لاک ډاون دې نور سخت کړی شي او په روژه کې په جوماتونو کې د لمونځ اجازات ورکول فیصلې ته دې بیا کتنه وشي.

خو وزیراعظم عمران خان ویلي حکومت څوک په زور د جوماتونو نه نشي منع کولی او خلک دې د خپلې خیرښیګړې فیصله په خپل سوچ وکړي.

ډاکټرانو حکومت نه د لاک ډاون د سختوولو غوښتنه په کراچۍ کې د شورو، چهارشنبې، په ورځ په یو خبري غونډه کې وکړه.

د وي او ای د اردو څانګې د پاکستان مېډیکل اېسوسي اېشن ډاکټر قیصر سجاد وویل په پاکستان کې د لاګ ډاون په نوم ټوکې کیږي او په سم ډول نه عملي کېږي.

ډاکټر قیصر سجاد د دینې عالمانو نه غوښتنه وکړه چې په جوماتونو کې په جمع د لمونځ کولو فیصلې ته دې بیا کتنه وکړي.

د ډاکټر قیصر سجاد ترڅنګ یو شمېر نورو لویو ډاکټرانو حکومت او د تاجرانو ټولنې ته په یو خط کې هم د روژې په میاشت کې په جوماتونو کې په شریکه د لمونځونو فیصلې ته د بیا کتنې مطالبه وکړه.

په کراچۍ کې د انډس هسپتال مشر او د پاکستان میدیکل ایسویشن غړې ډاکټر عبدالباري وویل کرونا وایرس یوه وبا ده او که دا د قابو نه بهر شوه نو ډیره تباهي به وکړي. "مونږ په هرځای او اداره کې د فاصلې ساتلو مشوره ورکړی ده. مونږ یواځې د مسجدونو خبره نه کوو. مونږ غواړو چې مارکیټونه او کارخانې هم بندې کړل شي ځکه چې مونږ د یو خطرناک وخت نه تیریږو."

ډاکټر عبدالباري وویل په پاکستان کې دومره وسایل نیشته چېپه لویه شمېره کې کرونا وایرس د ناروغانو درمنله وکړي او د دې مرض په پراخه کچه د خپرېدو په نتیجه کې په حالات د قابو نه بهر شي. " که چیرې د کرونا وائرس مریضان ډیر ناروغه شي، هسپتالونه ډیر خلک نه شي ځای کولې. ځکه مونږ اندیښنې لرو. مونږ سره ډاکټر کم دي، وینټي لیټرې کمې دي او په لویه کچه د خلکو ټیسټونه هم نه شو کولې. دا یوه وبا ده او هر چا ته لږیدلې شي. که نارړغان په لوې شمار کې هسپتالونو په یو وخت کې راشۍ نو زمونږ د صحت نظام دا بوج نه شي برداشت کولې."

خو د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه وزیراعظم عمران خان ویلي حکومت خلک په زور په روژه کې جوماتونونه نشي منع کولی او نه یې جومات ته په تګ ګرفتارولی شي. "په یوه ازاده ټولنه کې خلک رایوځای کیږي، خپل ازاد ذهنونه استعمالوي او بیا فیصله کوي چې څه د دوی ملک دپاره بهتر دي او څه نا؟"

په کراچۍ کې د خبري غونډي په مهال ډاکټرانو وویل چې په پاکستان کې کرونا وایرس لومړی کېس د فېبورۍ په ۲۶ نېټه رپورټ شوی او د مارچ په ۱۸ په سند کې جزوي لاک ډاون پرځای کړی شو خو په ۱۴ اپرېل په لاک ډاون کې نرمي وکړی شوه او د دې نه پس د کرونا کېسونه په زیاتېدو شول.

ډاکټرانو وویل په تېرو پنځو ورځو کې د کرونا وایرس په کېسونو کې ۴۰ فیصد اضافه شوي ده، په ملک کې لاک ډاون نه لیدل کېږي او هر ځای د خلکو ګڼه ګوڼه لګېدلي وي.

ډاکټرانو وویل که چیرې په پاکستان کې د کرونا کېسونه نور هم ډیریږي نو په دومره شمیر کې به طبي عمله نه وي چې د ټولو مریضانو درملنه وکړي شي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG