لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد : د ډرون په بريد کيمرون منټر خارجه دفتر ته غوښتل شوى دى


اسلام اباد : د ډرون په بريد کيمرون منټر خارجه دفتر ته غوښتل شوى دى
اسلام اباد : د ډرون په بريد کيمرون منټر خارجه دفتر ته غوښتل شوى دى

پاکستان په قبایلی سیمه شمالي وزیرستان کې د ډرون په پرونې برید کې د نزدې 40 اولسي کسانو وژنه غندلې او وایي په برسلز کې د امریکې او افغانستان سره په راتلونکې غونډه کې برخه اخستې نه شي.
په دغه بريد کې د40ؤ نه زيات کسان وژل شوي او گڼ شمير ژوبل شوي وؤ.
د جمعې په ورځ دپاکستان دبهرنيو چارو ددفتر له لوري دجاري کړل شوي يو بيان له مخې د دغه بريد له امله په پاکستان کې دامريکا سفير کيمرون منټر خارجه دفتر ته بلل شوى او هغه ته په دغه بريد سخت احتجاج شوى دى.
بيان کې دا هم وئيل شوي دي چې امريکائي سفير کيمرون منټر ته وويل شول دغسې بريدونه نۀ يواځې دا چې دزغم وړ نۀ دي بلکې دبشري معيارونو او قانون څخه سرغړونه هم ده.
دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني هم دزيارت په ورځ دجاسوسي الوتکو ددغه بريد په غبرگون خپل يو بيان کې وئيلي وؤ دپاکستان په قبائيلي اولس دغسې بريدونه دپاکستان دپوځ دپاره دزغم وړ نۀ دي.
پوځي مشر وئيلي وؤ دپاکستان پوځ په قبائيلي سيمو کې دورانکارو په ضد په جنگ اخته دى ، نۀ چې دخپلو وروڼو په ضدجگړه کوي.
ددې ترڅنگ وزيراعظم يوسف رضا گيلاني او صدر اصف علي زرداري هم ددغه بريد په سختو ټکو کې غندنه کړې ده او دا يې دترهه گرۍ په ضد روانې جگړې دپاره يو ستر زيان بللى ؤ.
همدغه راز دپاکستان خارجه سکتر سلمان بشير دزيارت په ورځ په شمالي وزيرستان کې په قبائيلي جرگه دډرون لخوا دترسره شوي بريد په غبرگون وئيلي دي امريکا دې ددې خبرې ضمانت ورکړي چې په راتلونکي کې به دغه رقم بريدونه نۀ تکراريږي.
سلمان بشير دا هم وئيلي دي چې پاکستان دخپلې خپلواکۍ څخه ددفاع حق محفوظ لري او دا چې دغه رقم بريدونه به په راتلونکي کې نۀ زغمل کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG