لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

"ازغکې او ډرون"


پروفیسر احمد زیاتوي بن لادن د قران او پیغمبر هغه وینا وې شاته غورځولې په کومو کښې چې د شهادت په ځائې علم او رحم غوره گرځول شوی خو بن لادن په داسې انتقام باور کوو چې پکښې د بې گناه خلکو، ښځو او ماشومانو وژنه هم روا گڼل کیده. لیکوال وايي داسې خطرناک مذهبي دلیل بن لادن باندې د مذهبې سپکاوي تور هم لگولې شي. خو دا پوښتنه کوي چې که تر اوسه داسې نه دي شوي. نو دا خپله یوه معمه ده
د پاکستان قبایلې سېمې وزیرستان یو بیوروکریټ غلام قادر خان داوړ وايي د پروفیسر ایس اکبر احمد کتاب The Thistle And The Drone "ازغکې او ډرون "بې ژبو ته ژبه" ورکړې.
د واشنگټن ډي سي په امریکن یونیورسټۍ کښې پروفیسر اکبر احمد کتاب د "قبایلې اسلام،" ډرون حملو، مرکزي حکومت او سرحدي سیمو ترمنځ اړیکو او قبایلې ټولنو په اړه بحث تود کړی دی. پروفیسر احمد د امریکې ریډیو NPRاین پې ار سره د کتاب په هکله یوه مرکه کښې وايي د حکومتي د مرکزونونه لرې پرتو قبایلې ټولنو او سیمو کښې د ډرون حملو، پوځي اپریشنو او ځانمرگي بریدونو مایوسي خوره کړې او ځائې خلک په کډوالۍ مجبور شوي.
کتاب ته په کته کښې غلام قادرخان داوړ وايي لیکوال (اکبر احمد) یو ډیر اهم ټکي ته پام کړی او هغه دا چې په روایتي قبایلې او اسلامي ټولنه کښې د بدل "انتقام" ځائې ځان وژونکو حملو نیولی دی. ښاغلی داوړ وايي "اوس د بدل په نوم سکولونه، جوماتونه او حکومتي ودانۍ په ځان وژونکو حملو اولوزول کیږي. ځکه چې د ډرون په شان نوي ټیکنالوژۍ او هوائي بمبارۍ پر ضد (قبایلو سره) بله کومه لار پاتې نه ده."
د پروفیسر احمد کتاب کښې دا دلیل هم وړاندې کړل شوی چې اکثرو ملکونو کښې د ترهگرۍ پر ضد جگړې په پلمه مرکز، قبایلې سېمې او خلک د مرکزي حکومت تر واک لاندې واستل غواړي او هڅه کوي چې دغلته پروت د "ازغي" په شان قبایلې مخالفت لمنځه یوسي.
ښاغلی داوړ وايي:
"پروفیسر احمد د قبایلو د بدې ورځ وکالت کړی. هغه د ځینو تاریخي پیښو په حواله ښودې چې مرکزي حکومت د بې دریغه زور په لار د قبایلې شناختونو ختمولو هڅه کړې چې دغه رنگ قبایل د مرکزې واک لاندې راشې او ورسره ورسره يي دا هم ښودې چې قبایلو څنگه د جگړو او تکلیفونو باوجود د خپلې ازادۍ لپاره مزاحمت کړی."
پروفیسر احمد په کتاب او د کتاب د چاپ ورسته په خپلو مرکو کښې وايي په تیرو لسو کالو کښې د قبایلې ټولنې ستنې ماتې شوي دي. هغه دغه ستنې قبایلې مشران، مذهبي علما او د مرکز نمائند ځائې چارواکی پولیټیکل ایجنټ بلي. این پې ار سره په یوه مرکه کښې پروفیسر احمد وايي د ټولنې دغه مظبوطې ستنې د سپټمبر د ١١ مې نیټې نه وړاندې کمزورې شوي وې خو زیاتوي د سپټمبر د یولسمې د پیښو ورسته د قبایلې ټولنې د ماتیدو عمل نور هم گړندی شو.
The Thistle And The Drone په دریو براعظمونو کښې د قبایلې اسلام څیړنه کوي. کتاب نزدې د ۴٠ څیړنیزو نمونو یوه مجموعه ده. د پاکستان د قبایلې سیمې وزیرستان په قبایلې اسلام د څیړنې بنیادي برخه ده خو پروفیسر احمد خپل تحقیق د سعودي عربستان اسېر صوبې، نجران، صومالېي، په ترکې، عراق، ایران او شام کښې د کردانو سیمو، فلپائن او نایجیریا پورې غزوي او وايي د اسلامي نړۍ په قبایلې سیمو او ټولنو کښې مرکزي حکومت خپلو خلکو ته امنیت ورکولو کښې ناکامه شوی دی. هغه وايي "مرکزي حکومت په دغو سیمو کښې خلکو ته د هغوي حقونه نه ورکوي....د مرکز لخوا حملو داسې ځوابي نتیجې رامنځ ته کړې چې په لرې پرتو سیمو کښې لویه گډوډي او د مرکز لپاره عواقب پیداکړې."
The Thistle And The Drone که یو خوا د ډرون حملو په اړه د زیاتېدونکي قبایلي مزاحمت خبره کوي او امریکا ته د قبایلې ټولنو سره د جگړې په ځايې د سولې د لارې د مسلې د حل سپارښتنه کوي نو بل لور ته د القاعدې د وژل شوي مشر اسامه بن لادن او د هغه د امریکې او نوروسره د جگړې په مفکوره هم سختې پوښتنې کوي. پروفیسر اکبر احمد وايي اسامه بن لادن د پیغمبر اسلام (ص) او د هغه د اصحابو د لار ښونې او د جگړې د اصولو پرځائې په قبایلې مفکوره او انتقام زیات یقین لرلو. لیکوال دغه دلیل د پاکستاني طالبانو په اړه هم لري او وايي طالبان د کوم نړېوال جهاد برخه نه ده بلکه مفکوره يي د قبایلې انتقام نه تاو ده. پروفیسر احمد زیاتوي بن لادن د قران او پیغمبر هغه وینا وې شاته غورځولې په کومو کښې چې د شهادت په ځائې علم او رحم غوره گرځول شوی خو بن لادن په داسې انتقام باور کوو چې پکښې د بې گناه خلکو، ښځو او ماشومانو وژنه هم روا گڼل کیده. لیکوال وايي داسې خطرناک مذهبي دلیل بن لادن باندې د مذهبې سپکاوي تور هم لگولې شي. خو دا پوښتنه کوي چې که تر اوسه داسې نه دي شوي. نو دا خپله یوه معمه ده.
پروفیسر اکبر احمد په امریکن یونیورسټۍ کښې د ابن خلدون څانگې مشر دی. نوموړې په اسلام یو شمیر کتابونه او مقالې لیکلې. په فلمې نړۍ کښې هم ځان ته نوم لري. دلانجمن جناح فلم جوړونکې هم پروفیسر اکبر احمد دی. په پاکستان کښې ېې د وزیرستان د پولیټیکل ایجنټ په گډون یو شمیر حکومتي څوکیو کار کړی او په برتانیه کښې د پاکستان سفیر هم پاتې شوی.
XS
SM
MD
LG