لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان ته د بهر مېشتو پاکستانیانو د ترسیل شویو نغدو پیسو په اندازه کې به زیات کمی راشي


د آسیا پرمختایي بېنک پیشبیني کړې ده چې پاکستان ته به د خارج ملکونو نه په لېږل شویو پېسو یا حوالو کې به سخت کمی راشي، او د بهر نه به دا ترسیل شوي پیسې، سږ کال د تیرو دوو کلونو یعنې د ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ په نسبت، قریب ۲۷ فیصده کمې وي.

د پاکستان د سټېټ بېنک په قول، پاکستان ته په تېر مالي کال کې له بهره تر ټولو نورو کلونو زیاتې پیسې حواله شوې وې چې اندازه یې ۲۳ بلینه ډالرو ته رسېدله. په داسې حال کې چې یو کال مخکې تر هغه، ۲۱،۷۳۹ بلینه ډالره پاکستان ته لېږل شوې وې، یعنې یوازې د تېر کال او وړم کال ترمنځ د ترسیل شویو پېسو په اندازه کې شپږ نیم فیصده کمی راغلی و.

په اسلام آباد کې د اقتصادي چارو یو څېړونکی سجاد احمد وایي د ترسیل کېدونکو پېسو په اندازه کې کموالی به د پاکستان په اقتصاد لا ډېر فشار راوړي او د لا زیاتې ګرانې سبب به وګرځي.

بل اړخ ته د پالیسیو د مطالعاتو انسټیټوټ مشر خالد رحمن وي او اې ډیوه ته په خبرو کې، د حوالو د پیسو په اندازه کې د کمي په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل: دا به د پاکستان اقتصاد اغیزمن کړي، خو د کاروبارونو د بیا پرانیستل کېدو نه پس به دا د حوالو د پیسو اندازه هم بېرته هغه پخوا حال ته وګرځي.

پاکستاني خواريکښ او کاریګر مهاجر چې په عربي ملکونو، د خلیج عربي ملکونو، یورپ، امریکا، یا د نړۍ په نورو هېوادونو کې په کار وبار لګیا دي، زیاتره یې خپلو کورنیو ته په پاکستان کې پېسې لېږي چې دا پیسې د پاکستان په اقتصاد کې ډېر ښه اثر لري. خو د کروناوایرس عالمي وبا چې خوره شوه، نو په ټوله نړۍ کې یې پر کاروبارونو بد اثر وکړ او زیاتره هېوادونو کې ګڼ شمېر کاریګر او خواریکښ بې روزګاره شول او ځیني یې دا وس او توان نه لري چې په پاکستان کې خپلو کورنیو ته پیسې ولیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG