لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

که سکول نه لرئ، نو کولای شئ عدالت ته ولاړ شئ


د نړېوالو ادارو چارواکي وایي پاکستان د دوامداره پرمختیایې هدفونو ترلاسه کړلو په لور ‌‌‌‌‌‌ډېر ورو روان دی او ښایې چې تر کال ۲۰۳۰م پورې ټاکل شوي هدفونه ترلاسه نه کړای شي.

د نړۍ ۱۹۳ هېوادونو په ۲۰۱۵م کال کې د دوامدارې پرمختیا لپاره ۱۷ هدفونه ټاکلي چې پکې مهم د غریبي او لوږې ختمول، خلکو ته د ښه روغتیایي چاپیریال برابرول، د معیاري تعلیم موقع برابرول، د چاپېریال ساتل، د امنیت، عدل او ادارې ټينګښت په گډون یو شمېر نور هدفونه شامل دي.

د پاکستان لپاره د ملګرو ملتونو د پرمختیايي ادارې مرستیال مشر شکیل احمد ‌‌‌‌‌‌ډيوه ته ویلي پاکستان د تعلیم په څانګه کې ‌‌‌‌‌‌ډېر شاته پاته دی چېرې چې نیمایي یا تر ۲۵ مېلیونه زیات ماشومان له سکولونو څخه د باندي دي.

د ده په وینا، ښایي چې د دغه مهم هدف ترلاسه کولو کې هم پاکستان خپل هدف ته په ټاکل شویو دوولسو کلونو کې نه ورسیږي.

پاکستان په کال ۲۰۱۰م کې د اتلسم آئينې بدلون له لارې تعلیم د هر ماشوم لپاره یو اساسي حق بللی او وایي ریاست به هر ماشوم ته چې عمر یې له شپږو کلونو څخه تر شپاړلسو کلونو پورې وي، وېړیا او د لازمي تعلیم آسانتیاوې برابرې کړي.

د تعلیم لپاره د نړیوال بانک سلاکار رفیع الله کاکړ وایي حکومت اوس په قانوني توګه مس‌ؤل دی چې وګړو ته بې له توپيره د زدکړو چارې برابرې کړي.

هغه وویل که په یوه سیمه کې د هلکانو او نجونو سکول نه وي، او هلته نور پرمختیايي کارونه روان وي، نو وګړي کولای شي چې د تعلیم د خپل بنیادي حق لپاره عدالت ته ولاړ شي او هلته د خپل د حق غوښتنه وکړي.

ښاغلي کاکړ وویل په کال ۲۰۱۳م کې د سترې محکمې د هغه وخت مشر قاضي افتخار چوهدري هم په یوه پریکړه کې ټولو صوبایي حکومتونو ته امر کړی وو چې ټولو ماشومانو ته دې د هغوی په سیمو کې د تعلیم اسانتیاوې برابرې کړي، هغه د سکولونو د جوړونې او معیار د ښه کولو لپاره د اړونده ګامونو د اخستو او بودېجې د زیاتولو امر هم کړی وو.

XS
SM
MD
LG