لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان اؤ مصر خپلې اړيکې غځول غواړي


 دپاکستان صدر اصف علي زرداري مصري صدر ته ميلمستيا هم ورکړې ده اؤ په دغه مهال خپله وينا کې دپاکستان صدر اصف علي زرداري وويل مصر سره اړيکې په هره کچه اؤ هرميدان کې پراخول غواړو
دپاکستان صدر اصف علي زرداري مصري صدر ته ميلمستيا هم ورکړې ده اؤ په دغه مهال خپله وينا کې دپاکستان صدر اصف علي زرداري وويل مصر سره اړيکې په هره کچه اؤ هرميدان کې پراخول غواړو
دمصر صدر محمد مرسي دپاکستان دصدر اصف علي زرداري سره خبرو اترو لپاره دگل په ورځ اسلام اباد ته رسيدلى دى.
دپاکستان صدر اصف علي زرداري مصري صدر ته ميلمستيا هم ورکړې ده اؤ په دغه مهال خپله وينا کې دپاکستان صدر اصف علي زرداري وويل مصر سره اړيکې په هره کچه اؤ هرميدان کې پراخول غواړو.
هغه وويل دانساني حقونو اؤ جمهوريت لپاره په جدوجهد دمصر داولس ستائينه کوؤ.
صدر زرداري وويل اسلامي نړۍ اؤ عرب هيوادونه دگڼ شمير چيلنجونو سره مخ دي اؤ داختلافاتو په ختمولو سره هغوي ځان ددغو چيلنجونو څخه ويستلى شي.
هغه وويل بايد مونږ شام کې دتشدد دخاتمې اؤ امن پلوي وکړو اؤ زياته يې کړه چې پاکستان دشام په ستونزه کې کردار ادا کولو ته تيار دى
دمصر صدر محمد مرسي و وويل پاکستان ته په راتگ خوشحاله دى اؤ دغه دوره ددواړو هيوادونو اړيکو ته دودې ورکولو په بابله دمصرداولس دخواهشاتو عکاسي کوي.
هغه وويل پاکستان اؤ مصر ته به دتجارت اؤ دوه اړخيزه اړيکو پراخوالي دپاره گامونه اخستل وي.
مرسي وويل دازاد فلسطيني رياست دپاره دسنجيده هڅو ضرورت دى اؤ ازاد اؤ خپلواکه ملک دفلسطينيانو حق دى.
هغه وويل بايد شام کې تشدد اودرول شي اؤ پاکستان دشام دستونزې په هواري کې مرسته کولى شي
په تيرو څلورو لسيزو کې دا لمړى ځل دى چې کوم مصري صدر دپاکستان سفر کړى دى.
دخارجه دفتر ديو وياند ترمخه پاکستان ته دمرسي دغه دوره ددواړو هيوادونو دملگرتيا په اړيکو کې زيات ارزښت لري.
هغه وائي مرسي به يواځينى په جمهوري ډول منتخب شوى صدر وي چې دپاکستان دوره يې کړې ده.
وياند وويل په جنوبي ايشياء کې ددوه اړخيزه دورې لپاره دصدر مرسي لخوا دپاکستان دانتخاب فيصله پاکستان سره په دوه اړخيزو اړيکو کې دنوي باب رقم کولو دمصر دخواهش څرگندونه کوي.
په وروستي ځل دمصر دهاغه وخت صدر گومل Gamal Abdel Nasser په کال 1960 کې دپاکستان سفر کړى ؤ.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG