لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اسلام اباد :فخرالدين جي ابراهيم استعفي ورکړې


راپورونه وائي داليکشن کميشن مشر جسټس(ر) فخرالدين جي ابراهيم دصدارتي انتخاباتو دتاريخ بدلولو په اړه دسپريم کورټ په احکاماتو ناراضه ؤ
دپاکستان چيف اليکشن کمشنر فخرالدين جي ابراهيم دخپلې عهدې څخه مستعفي شوى.
داليکشن کميشن وياند خورشيد عالم ترمخه فخرالدين جي ابراهيم خپله استعفي دشورو په ورځ صدراصف علي زرداري ته استولې ده.
پخپله استعفي کې چيف اليکشن کمشنر فخرالدين جي ابراهيم وئيلي دي چې هغه ديو مشاورتي عمل په ترڅ کې تير پارليمنټ ٢٠١٧ پورې چيف اليکشن کمشنر ټاکلى ؤ، خو نوي پارليمان ته دبل چيف اليکشن کمشنر دنامزدکولو موقع ورکول پکار دي.
جسټس(ر) فخرالدين جي ابراهيم تيرکال په ٢٣ جولا ئي چيف اليکشن کمشنر مقرر شوى ؤ.
راپورونه وائي داليکشن کميشن مشر جسټس(ر) فخرالدين جي ابراهيم دصدارتي انتخاباتو دتاريخ بدلولو په اړه دسپريم کورټ په احکاماتو ناراضه ؤ.
دميډيا راپورونه وائي دسپريم کورټ په وينا دصدارتي انتخاباتو تاريخ کې په بدلون کولو چيف اليکشن کمشنر دسياسي گوندونو لخوا دسخت فشار سره مخ ؤ اؤ ورته دړکې هم ترلاسه شوې وې.
دپاکستان دانگريزۍ ژبې دورځپاڼې ډان په يو راپور کې وئيل شوي دي چې په کومه ورځ چيف اليکشن کمشنر داميدوارانو دنامزدگۍ دکاغذونو چاڼ کولو نو هغه دعدالتي فيصلې دردولو دناکامه کوشش حد ته تللى ؤ.
داليکشن کميشن ديو چارواکي ترمخه چيف اليکشن کمشنر يو نوټ ليکلى ؤ چې پکې يې دغه عدالتي فيصله داي سي پي په ازادۍ حمله گرځولې وه، هغه غوښتل چې نور ملگري يې هم هم ددغه نوټ منظوري ورکړي اؤ فيصله يې کړې وه چې اليکشن به دکميشن لخوا داعلان کړل شوي اصلي شيډول مطابق کيږي.
خو دڅلورو څخه دريوؤ غړو ددغه گام ملاتړ نۀ ؤ کړى اؤ نظر يې لرلو چې اليکشن کميشن ته دغه دريځ دپاکستان مسلم ليگ(ن) دمشر راجا ظفرالحق دهاغه درخواست په وخت خپلول پکار ؤ چې پکې داليکشن دشيډول دبدلولو غوښتنه شوې وه.
يو چارواکى وائي چې چيف اليکشن کمشنر په دې اميد ، چې دهغه دنقطه نظر سره نور غړي متفق کړي، دوه ځله دنامزدگۍ دکاغذونو دچاڼ عمل اوږد کړى ؤ.
دائين ترمخه دنامزدگۍ دکاغذونو دجمع کولو دوخت اؤ ځايې تعين کول، دهغې چاڼ اؤ پولنگ کول داليکشن کمشنر نيغ په نيغه ذمه واري ده.
اليکشن کميشنر دريځ لرلو چې لمړى جاري شوى شيډول دائين مطابق دى اؤ په اخرۍ شيبه کې دسپريم کورټ له لوري داليکشن دتاريخ په ردوبدل هغه خوشحاله نۀ ؤ.
اليکشن کمشنر دسپريم کورټ احکامات دکميشن په ائيني حدودو کې مداخلت گرځولى.
ددغه چارواکي په وينا اليکشن کمشنر دخپلو غړو ملگرو لخوا په کمزورۍ څرگندولو مايوسه شوى اؤ دهغه په خيال دغه دائين له لوري کميشن ته دورکړل شوؤ اختياراتو دپريښودو برابره خبره ده.
XS
SM
MD
LG