لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

الېکشن کمشنر: انتخابات صفا شوي، سياسي ګوندونه تورونه لګوي


د پاکستان د ټاکنو د کمېشن مشر سردار محمد رضا ويلي پاکستان کې په ۲۵م جولايۍ ترسره شوي انتخابات په انصاف ولاړ او سوتره دي.

خو بل لور ته پاکستان مسلم ليګ (ن) ډلې، عوامي نيشنل پارټۍ او متحده مجلس عمل د انتخاباتو نتيجې رد کړي دي، پاکستان پيپلزپارټۍ او متحده قامي مومنټ پاکستان ګوند انتخابي بهير مشکوک بللی دی.

د ټاکنو د کمېشن مشر نن د زيارت، پنجشنبې په سهار نزدې څلور بجې د لومړۍ انتخابي نتيجې اعلان کړی دی.

پرون په پاکستان کې عام انتخابات سهار په اته بجې پېل شوي او ماښام په شپږ بجې د رايو اچولو عمل سر ته رسېدلی ؤ.

سردار رضا خبري غونډې ته په وېنا کې ویلي په پرامنه ډول انتخابي بهیر ترسره کېدو باندې قوم ته اومبارکي وايم چې انتخابات په کامیابۍ سره ترسره شو.

خو پرون د انتخاباتو په ورځ په کوټه کې د يو پولينګ سټېشن مخې ته په ځانمرګي بريد کې د شپږو پوليسو په ګډون ۳۱ تنه وژل شوي وو.

الېکشن کمشنر د انتخاباتو په مهال د پولیس او پوځ مننه کړې چې امنيت يې ټينګ ساتلی ؤ.

سياسي ګوندونو تور لګولی چې د رايو د شمارلو په وخت د دوی پولينګ ايجنټان د ووټونو د شمېرې د عمل څخه بهر ويستل شوي دي او د نيمې شپې پورې دوی ته نتيجې نه دي ورکړی شوي او دا مشکوک عمل دی.

الېکشن کمشنر ويلي په نتيجو وروستو کېدو ورته افسوس دی د دوی ان لائن نظام ناست شوی ځکه چې فشار پرې جوړ ؤ او اوس د انتخابي عمل افسران په خپله نتيجې الېکشن کمېشن ته رسوي.

هغه ويلي د تکنيکي ستونزې له کبله نتيجې دوه ساعته وروستو شوي دي.

سياسي ګوندونو تور لګولی چې د دوی ايجنټيانو ته (فارم ۴۵) نه ورکړی کيږي په کوم چې نتيجې ليک وي او سرکاري نتيجې وي، الېکشن کمشنر ویلي چاته چې په ساده کاغذ نتيجې ورکړی شوي دوی به د هغو پلټنې کوي.

د پاکستان د الېکشن کمېشن په وېب پاڼه د دې خبر خپرېدو پورې نتيجې نه ور اچول شوي.

خو د غېر ختمي او غېر سرکاري نتيجو ترمخه پاکستان تحريک انصاف ګوند زياتې چوکۍ ګټلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG