لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

الېکشن کمېشن عمران خان د پېنځو کلونو دپاره نااهله وټاکلو


الېکشن کمېشن د عمران خان په اړه فېصله په داسې حال کې اورولې ده چې د اسلام اباد یو عدالت د توشه خانې په مقدمه کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر ته د درې کاله قېد سزا اورولې او هغه دا مهال په زندان کې دی.
الېکشن کمېشن د عمران خان په اړه فېصله په داسې حال کې اورولې ده چې د اسلام اباد یو عدالت د توشه خانې په مقدمه کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر ته د درې کاله قېد سزا اورولې او هغه دا مهال په زندان کې دی.

د پاکستان د انتخاباتو کمېشن پخوانی وزیراعظم عمران خان د پېنځو کلونو دپاره نااهل وټاکلو.
د روېټرز خبري ادارې ترمخه، د الېکشن کمېشن د فېصلې د لاندې به عمران خان په سیاست کې برخه نشي اخیستلی.

الېکشن کمېشن د عمران خان په اړه فېصله په داسې حال کې اورولې ده چې د اسلام اباد یو عدالت د توشه خانې په مقدمه کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر ته د درې کاله قېد سزا اورولې او هغه دا مهال په زندان کې دی.

د عمران خان وکیلانو د هغه د سزا خلاف د اسلام هايي کورټ ته خواست کړی دی.

د عمران خان وکیلانو خواجه حارث او بېرسټر ګوهر خا د نهې، سه شنبې، په ورځ د عمران خان سزا د معطل کولو دپاره اسلام اباد هایکورټ ته خواست وکړو.

په خواست کې ويل شوي، عمران خان ته اورول شوې سزا د قانون پرضد ده ،کالعدم دې کړی شي.

په خواست کې د سزا معطل کولو سره د ضمانت خواست هم شوی دی.

د رپورټونو ترمخه د عمران خان وياند روف حسن ویلي، تمه لري زر به د عمران خان ضمانت وشي او پرضد به یې د ټرايل کورټ فېصله کالعدم شي او د هغه نااهلي به هم ختم شي.

اې اېف پي خبري ادارې ویلي، عمران خان په زندان کې په ناسمو او غېر انساني حالاتو کې ساتل کيږي خو د هغه حوصله لوړه ده.

روف حسن ويلي، عمران خان په ځمکه څملي کمره یې وړه ده د نمانځه په کولو کې ورته هم مشکل وي.

روف حسن ويلي، عمران خان د زندان په سي کلاس کې په کمه رڼا کې ساتل کيږي په سخته ګرمۍ کې هغه ته اييرکنډيشن نشته او په کمره کې پنکا لګول شوې ده.

د مسلم ليګ ن مشرې مريم نواز په اېکس يا پخواني ټویټر د عمران خان د پخوانۍ وېنا يوه ويډیو خپره کړې، عمران خان په ويډيو کې په واشنګټن کې يوې غونډې ته په وينا کې د نواز شريف د زندان خبره کوي.

عمران خان په دغه وینا کې وايي، "نواز شريف وايي چې ډوډۍ به د کوره راغواړم، د جېل ډوډۍ ښه نه ده، بیا وايي چې اييرکنډيشن ولګوئ، بيا وايي چې په جېل کې ټي وي پکار دی د 80 فيصده خلکو سره ايير کنډيشن نشته او 60 فيصدو سره ټي وي نشته نو که ته مونږ جېل ته سزا لېږلی یې نو دا خو سزا نه شوه که په جېل کې ټي وي، اييرکنډيشن او ډوډۍ وي نو نيم خلک به په خوشالۍ جېل ته لاړ شي دا خو بيا سزا نه شوه نو زه تاسو ټولو ته په واشنګټن کې ويل غواړم چې واپس لاړم شم دا ټي وي خو د جېل نه لرې کوم".

مریم نواز ویلي، "نه نواز شریف او نه ما کله هم داسې غوښتنې نه دي کړي باوجود د دې چې په زندان کې مو مياشتې او کلونه تېر کړي دي، نن هغه [عمران خان] عدالت ته د دغو اسانتياو دپاره خواست کړی دی".

د ګل، دوشنبې، په ورځ وکیلانو د عمران خان سره وليدل او وروسته یې مطبوعاتو سره په خبرو کې د عمران خان د زنداني حال شکايت کړی چې اسانتياوې ورته نشته.

د رپورټونو ترمخه عمران خان د عدالت لخوا د سزا کېدو وروسته د پينځه و کالو دپاره کومه عهده هم نه شي ساتلی.

یادونه: د دې خبر معلومات د روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:54 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG