لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د لاهور او بلوچستان اعلا عدالتونو فیصلو پرضد به سپریم کورټ ته ځو: انتخابي کمیشن


د پاکستان د انتخاباتو یا ټولټاکنو کمېشن اعلان کړی د لاهور او بلوچستان د اعلا عدالتونو د هغه فیصلو پرضد به د پاکستان ستر عدالت یا سپریم کورټ ته ځي د کومو د لاسه چې د عمومي ټاکنو د ځنډیدو اندېښنې پیدا شوي.

لاهور او بلوچستان هايي کورټس یا اعلا عدالتونو په نژدیو ورځو کې ورکړی شوو فیصلو وروسته د جولايي په ۲۵مه نېټه ترسره کیدونکي انتخاباتو په خپل وخت ترسره کیدو پوښتنې راپورته شوې.

تیره ورځ د لاهور هايي کورټ په خپله یوه فیصله کې الیکشن کمېشن ته امرکړی وو چې د کاندیدانو لخوا د انتخاباتو لپاره جمع کونکي فارم یا خواست کې دې د غړو تعلیمي قابلیت او مجرمانه ریکارډ تفصیل هم شامل کړي. د پاکستان پارلیمان په کال ۲۰۱۷م کې د انتخابي اېکټ لاندې دغه معلومات د فارم نه لرې کړی وو.

د لاهور وړاندې د بلوچستان هايي کورټ هم په یوه قضیه کې د کوټه ضلعې ۸ حلقه بندۍ کالعدم یا غیر قانونه ګرځولې وې. د یادو فیصلو وروسته په پاکستان کې د جولايي په میاشت کې کیدونکې انتخاباتو په اړه اندېښنې راپورته شوې او ګمان کیدو چې دغه ګامونه د انتخاباتو وروسته کولو یوه هڅه ده.

نن د انتخابي کمېشن ناېب سېکتر اختر نذیر مطبوعاتو سره په خبرو کې د کمیشن هغه ژمنه تکرار کړې چې پاکستان کې به راروانې عامې ټاکنې د جولايي میاشتې په ۲۵مه نېڼه ترسره کیږي.

نوموړي ویلي د لاهور هايي کورټ او بلوچستان هايي کورټ د فیصلو پرضد به ستر عدالت ته ځي او تمه يې څرګند کړې چې ستر عدالت به زر تر زره دغه فیصلې وکړي.

XS
SM
MD
LG