پاکستان کې د پارلیمانی انتخاباتو څلور ورځې وړاندې د مسلم لیګ ن ګوند یو بل مهم غړي او د راولپنډۍ ښار نه د ګوند کاندید حنیف عباسي ته د پنډۍ ښار یو عدالت د عمر قید سزا اورولی او نوموړی يې ګ سیاست او انتخاباتو کې د برخه اخېستو لپاره نا اهله ګرځولی.
د راولپنډۍ ښار د مخادره موادو (نشي توکو) د مخنیوي یو عدالت د خالي په ورځ ( شپې ۱۱ بجې) حنیف عباسي ته په کال ۲۰۱۲م کې درج کړی شوي (اېفي ډرین) کېس کې سزا اورولې او پاتې نور ملزمان يې بري کړي.
نوموړی د راولپنډۍ ښار نه د قامي اسمبلۍ اېن ای ۶۰ نه د مسلم لیګ ن ډلې کاندید وو او د عوامي مسلم لیګ مشر شیخ رشید ته په مقابله کې ولاړ وو.
د حنیف عباسي او د نورو ملزمانو پرضد دغه مقدمه په کال ۲۰۱۲م کې درج کړی شوې وه. په نوموړي او نورو تنانو د ۵ سوه کلوګرامه اېفي ډرین ترلاسه کولو په سره قضیه درج کړې شوې وه. او پرې تور لګول شوی وو چې اېفي ډرین يې په غلطه توګه کارولي وو او د نشي توکو قاچاق کونکو یا سمګلرانو ته يې ورکړي وو.
د رونې میاشتې په ۱۶مه نېټه د لاهور اعلا عدالت پنډۍ څانګې قاضي عباد الرحمان د مخادره موادو د مخنیوي عدالت ته امر کړی وو، دغه قضیه دې د جولایي میاشتې ۲۱ نېټې پورې سر ته ورسوي.
نن د فیصلې په وخت د عدالت بهر د مسلم لیګ ن ګوند ګڼ شمیر کارکونکې په عدالت کې وو او د عدالتي فیصلې وروستو د ګوند غړو احتجاج هم کړی.
په پاکستان کې د جولای په ۲۵مه انتخابات د نيوکو، ویرو او وسوسو سره کیدونکي دي، په هېواد کې د بشري حقونو کمیشن ایچ ار سي پي په انتخاباتو کې د ښکاره درغلیو په سر اندېښنې ښودلي او وايي که یو خوا دا انتخابات په خپل وخت کیدل ضروري دي نو بلې خوا د دې انتخاباتو په جایزتوب بې کچه شکونه پیدا شوي.
د ایچ ار سي پي تر مخه دا حالات به په پاکستان کې جمهوریت ته تاوان ورسوي. د ایچ ار سي پي د تازه خبر پاڼې تر مخه: " د انتخاباتو په نتيجو په ډاګه، په جارحيت، او په بې شرمۍ اثرانداز کیدل، لیدل کیږي چې د بشري حقونو کمیشن پرې بې حده فکرمنده دی"
د پاکستان د انتخاباتو کمیسون د هېواد د پوځ افسرانو ته په انتخاباتو کې د مجسټریټ اختیارات سپارلي دي. په دې عمل کې به نزدې ٣٥٠٠٠٠ پوځیان د انتخاباتو د مرکزونو دننه او بهر دنده سرته رسوي چې د ووټونو د نتيجو د بکسونو وړل راوړل هم پکې شامل دي.
ددې انتخاباتو څخه د مخه نړیوالو ادارو هم د پاکستان په پوځ د مداخلت ټکونه کړي دي او وايي د هېواد مطبوعات ددې انتخاباتو په جانبدادرانه خبرونو ورکولو مجبوره کړې کېږي.
د صحافت د ازادۍ د نړیوال تنظیم انټرنیشنل پرېس انسټېټیوټ ترمخه د پاکستان پوځ په مطبوعاتو فشار اچوي او خپله مفکوره پرې ورتپي
په پاکستان کې ځيني څېړونکي هم په پوځ ټکونه کوي او وايي چې اداره په ښکاره د مسلم لیګ نون ګوند مخالفت او د عمران خان د تحریک انصاف ګوند ملاتړ کوي.
د پوځ په کردار د سیوا شوؤ ټکونو وروستو دپوځ ویاند سپیناوی کړی چې پوځ د هیڅ یوې ډلې سره سیاسي تړون نه لري اؤ یوازینۍ وظیفه یې روڼ انده ټاکنوکې دټولټاکنو کمیسون سره مرسته کول دي.
د انتخاباتو نه وړاندې د هېواد سترو سیاسي ګوندونو مشرانو هم په انتخاباتو کې د جانبدارۍ تورونه لګولي دي.
د کال ٢٠١٣ په انتخاباتو کې مسلم ليګ نون ګوند په مرکز او تحريک انصاف ګوند په خیبر پښتونخوا صوبه کې حکومتونه جوړ کړي وو.
د څیړونکو په خیال ښکاري په انتخاباتو کې ځيني ګوندونو ته میدان خالي پروت دی ځکه چې موقتي حکومت ورته حفاظتي مامورین هم ورکړي دي، د ترهګرو لخوا ورته څوک ګواښیدلي هم نه دي او نه پری پخوا کله ترهګرو حملې کړي.