د درغلۍ او ټگۍ د تورونو ترڅنگ د پاکستان د ٢٠١٨ انتخاباتو کې پښتون ملت پاله گوندونو په خېبر پښتونخوا، بلوچستان او کراچۍ کې د انتخابي نقشې نه نږدې وتلي دي.
عوامي نیشنل پارټي (ای این پي) چې په پاکستان کې تر ټولو لوې پښتون ملت پاله گوند گڼل کیږي، د ٢٠١٨ په انتخاباتو کې نه به پښتونخوا او نه هم په بلوچستان یا کراچۍ کې د سیالۍ وړ پارلیماني څوکۍ گټلې دي.
هم دغه رنگ د پښتنو بل ملت پاله گوند پښتون خوا ملي عوامي پارټي (مېپ) په دواړو یادو صوبو کې او یا کراچۍ کې د ٢٠١٣ د انتخابونو په څېر څوکۍ نه دي گټلي.
قومي وطن پارټي چې مشري یې افتاب شیر پاؤ کوي، هم نه په پښتونخوا او نه کوم بل ځای نه قامي پارلمان یا صوبايي اسمبلۍ څوکۍ گټلې ده.
عوامي نېشنل پارټۍ د پښتونخوا د اسمبلۍ دپاره د غیر رسمي نتیجو ترمخه یوازې پنځه څوکۍ گټلي دي. او د قامي اسمبلۍ دپاره یې یوازې یوه څوکۍ گټلې ده.
د پښتونخوا د اسمبلۍ په ٩٩ عمومي څوکیو کې ترټولو زیاتې څوکۍ تحریک انصاف گټلي دي. تحریک انصاف اوس د ٧٠ نه زیاتو څوکیو گټلو سره په خپل سر په صوبه کې حکومت جوړولی شي.
عوامي نېشنل پارټۍ د بلوچستان د ٥١ عمومي څوکیو کې درې گټلې دي. او هم هلته زیات مقبول پښتون ملت پاله گوند مېپ د صوبايي اسمبلۍ دپاره یوازې یوه څوکۍ گټلې ده او قامي اسمبلۍ دپاره په ټولو څوکیو یې ماتی خوړلې ده.
مېپ په پښتونخوا صوبه کې نه د قامي او نه د صوبايي اسمبلۍ دپاره کومه څوکۍ گټلې ده.
ددې نه وړاندې د ٢٠٠٨ په انتخابونو کې عوامي نېشنل پارټۍ د زیاتو څوکیو گټلو له امله په پښتونخوا کې حکومت جوړ کړی و او د ٢٠١٣ په انتخابونو کې یې د اوسني انتخابونو نه هم کمې څوکۍ گټلې وې او په اپوزیشن کې پاتې شوې وه.
د ای این پي په پرتله مېپ په ٢٠١٣ کې زیاتې څوکۍ گټلې وې او په بلوچستان او مرکز کې د ائتلافي حکومت برخه وه.
د ٢٠١٨ انتخابونو کې د بې څارې ماتې خوړلو ترڅنگ دا خبره هم ارښت لري چې د ټولو پښتون ملت پالو گوندونو مشران – اسفندیار ولي خان، محمود خان اڅکزۍ، افتاب احمد خان شیرپاو – هم په ټاکنو کې ماتې سره مخ شوې دي.
د دوی سره سره د دریو واړو گوندونو د مشرانو د کورنیو غړي، لکه د اسفندیار خان زوی ایمل ولي خان، د محمود خان اڅکزي ورور ډاکټر حامد اڅکزی او د تره زوی مجید اڅکزی او د افتاب شیرپاو زوی سکندر شیرپاو هم انتخابونو کې ناکامه شوي دي.
ددې پارټیو نور وتلي مشران هم د ماتې سره مخامخ شوي دی، لکه د ای این پي غلام احمد بلور او میا افتخار حسین چې یو د ٢٠٠٨ نه د ٢٠١٣ پورې د پارټۍ په استازيتوب په مرکز کې د ریلوی وزیر او بل په صوبه کې د اطلاعاتو وزیر و.
د مېپ په مشرانو کې د پارلمان پخوانی غړی عبدالقهار خان ودان او پخوانی صوبايي وزیر نواب ایاز خان جوگېزۍ هم انتخابونو کې ناکامه شوې دي.