لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ای این پی هارون بلور په ځانمرگي برید کې ووژل شو


د ای این پي په جلسه کې چاودنه
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:09 0:00

د ای این پي په جلسه کې چاودنه

په پېښور کې د عوامي نیشنل پارټۍ په انتخابي جلسه ځانمرگې حمله کې د گوند د صوبايي اسمبلۍ امیدوار هارون بلور او لږ تر لږه درې کسان وژل شوي دي.

د ای این پي جلسه د نهې، سه شنبې، په ماښام د پېښور په یکه توت علاقه کې کیدله ېچ حملې پرې وشوه.

د هارون کورنۍ او ای این پي د هارون بلور د وژل کیدو تصدیق کړی دی.

د پېښور په هم دغه علاقه کې د هارون بلور پلار او د ای این یو بل مشر بشیر بلور هم په ځانمرگي حمله کې په کال ٢٠١٢ کې وژل شوی و.

د پاکستان جېو ټیلې وژن د پولیس چارواکو په حواله وویل چې په یکه توت کې د ای این پي په جلسه چاودنه ځانمگري حمله وه.

په پېښور کې د ای این پي په جلسه کې چاودنه په داسې مهال شوي چې د ترهگرۍ خلاف د پاکستان د حکومت ادارې نېکټا ویلي چې د سیاسي گوندونو شپږو سیاستوالو ته د ترهگرو لخوا د بریدونو گواښونه دي. په دې شپږو کې، پنځه پښتانه سیاستوال دي.

د نېکټا مشر، عبید فاروق، د سنېټ مجلس یوې کومیټې ته په وینا کې، د دغو شپږو سیاستوالو نومونه داسې وښودل: «د تحریک انصاف پاکستان مشر عمران خان، د عوامي نشنل پارټۍ مشران اسفندیار ولي او امیر حیدر هوتي، د قامي وطن پارټۍ مشر آفتاب شیرپاو، د جمعیت علمای اسلام (ف) یو مشر، اکرم خان درانی، او د حافظ سعید زوی، طلحه سعید.»

په دې کې، له طلحه سعید پرته، چې د توندلاري حافظ سعید زوی او پنجابی دی، پنځه نور ټول پښتانه سیاستوال دي.

د قامي وطن گوند مشر، آفتاب احمد خان شیرپاو، په دغه رپورټ، وي او اې ډیوه ته د عکس العمل څرگندولو پر مهال وویل چې ډیره عجیبه خبره ده چې هغوی ته که گواښونه موجود دي، نو بیا ولې تر اوسه ورسره دغه معلومات نه دي شریک شوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG