لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نړیوال مطبوعات: د پاکستان په لانجمنو انتخاباتو کې د عمران خان گوند وړاندې دی


د کراچۍ په یو پولنگ سټیشن کې د ووټونه شمیره کېږي
د کراچۍ په یو پولنگ سټیشن کې د ووټونه شمیره کېږي

نړیوالو مطبوعات وايي که څه هم د پاکستان په انتخاباتو کې د پوځ د لاس وهنې او د درغلۍ الزامات لگول شوي دي او د ووټونو په مهال د تشدد خونړۍ پېښې شوي خو غېررسمي نتیجي ښايي د عمران خان پاکستان تحریک انصاف گوند تر ټولو زیاتې څوکۍ ترلاسه کړې دي او د عمران خان د وزیراعظم جوړیدو امکانات دي.

د امریکې نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي ٦٥ کلن عمران خان د هېواد تر ټولو متحرک سیاستدان دی او "د ډیرو خلکو خیال دی چې د پاکستان بااثره پوځ د هغه د مخالفېنو په وریرولو، بدنامولو او د هغوي په لار کې د خنډانو د وردولو په زریعه د هغه د کمېپین مرسته کړې ده."

نیویارک ټایمز وايي عمران خان په سیمه کې د ترهگرۍ خلاف د امریکې په تگلاره نیوکې هم کړې دي.

نیویارک ټایمز وايي د پاکستان د نورو لویو سیاسي گوندونو مشرانو د انتخاباتو ابتدايي نټیجې رد کړې دي او په ووټونو کې یې د ردغلۍ الزامات لگولې دي.

د سرښار واشنگټن نه چاپ کېدونکې ورځپاڼې واشنگټن پوسټ هم د اسلام اباد نه خپل رپورټ کې وویل که څه هم د غیر رسمي نتیجو ترمخه د عمران خان پاکستان تحریک انصاف گوند وړاندې ښکاري خو په انتخاباتو کې د درغلۍ تورونه لگول شوي او د انتخاباتو سره تړلې تشدد کې ٣١ کسان وژل شوي دي.

واشنگټن پوسټ وايي د پاکستان مسلم لیگ (ن) امیدوار او د پنجاب پخواني وزیراعلا شهبازشریف د شپې ناوخته په یو خبري غونډه کې د "په پراخه کچه د غیرقانونیو" په سر د انتخاباتو نتیجې رد کړې. خو د پي ټي ايی ترجمان اسد عمر په اسلام آباد کې خبریالانو ته وویل "ممکنه ده چې مونږ به واضح اکثریت ترلاسه کړو...پاکستانیان به په دې حکومت فخر کوي."

بي بي سي وايي عمران خان د وزیراعظمۍ چوکۍ ترلاسه کولو په لاره دی. د انتخاباتو نه وړاندې د بي بي سي سره مرکه کې عمران خان ویلي د حکومت ترلاسه کولو ورسته به یې د هېواد اقتصاد تر ټولو وړمبۍ ترجیح وي.

ماهرین وايي د پاکستان اقتصادي صورتحال خراب دی، د روپۍ په بیعه کې د تر د ٢٠ فيصد پورې کمی شوی دی او تجارتي خساره مخ په زیاتېدو ده.

بي بي سي په خپل رپورټ کې د دې سرخط د لاندې پوښتنه کړې دي ده چې "ایا انتخابات صفا وو؟" بي بي سي وايي د ووټونه نه وړاندې او خپله د انتخاباتو عمل "لانجمن و."

بي بي سي په خپل رپورټ کې وايي د پاکستان مسلم لیگ (ن) د انتخاباتو نه وړاندې ویلي وو چې امنیتي ادارې او عدالتونه د پي ټي ايي په حق کې د مسلم لیگ خلاف اقدامات کوي. پوځ په انتخاباتو کې د لاس وهنې تورونه رد کړې دي.

څېړونکي وايی د انتخاباتو نه وړاندې مطبوعات د بندیزونو سره مخامخ وو او د پاکستان د انساني حقونو ادارې هیومن رایټس کمیشن اف پاکستان ویلي وو چې د انتخاباتو په قانونیت د پوښتنو راپورته کېدو دپاره ډیر وجوهات موجود دي.

د پاکستان د انتخاباتو کمیشن مشر سردار محمد رضا ويلي پاکستان انتخابات منصفانه او سفا وو.

د ټاکنو د کمېشن مشر د زيارت، پنجشنبې په سهار نزدې څلور بجې د لومړۍ انتخابي نتيجې اعلان کړی دی.

سردار رضا خبري غونډې ته په وېنا کې وویل قام ته په پرامنه ډول انتخابي بهیر ترسره په رسولو اومبارکي وايي.

کمیشن په رسمي ډول په انتخاباتو کې د ولس د گډون په اړه لا څه نه دي ویلي خو د فرانس خبري ادارې ای ایف پي په خپل رپورټ کې ویلي په انتخاباتو کې د ووټونو شرح د ٥٠ فيصد نه د ٥٥ فیصد پورې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG