لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

عوامي نشنل گوند احتجاجي مظاهرې کوي او بیا انتخابات غواړي


د عوامي نشنل گوند مرکزي مشر، میا افتخار حسین وایي د ٢٥مې جولائی په انتخاباتو کې د درغلیو پرضد به سبا د گل یا دوشنبې ورځ ته په هره ضلعه کې احتجاجي مظاهرې کوي. میا افتخار حسین وایي د ټولو ضلعو تنظیمونو یې د احتجاج تیارۍ مکمل کړي دي.

هغه وویل چې د گوند مشران به هریو پخپل خپل ضلعو کې د دغو مظاهرو مشري کوي، هغه داسې چې «اسفندیار ولی خان به په چارسده کې وي، حیدر خان به په مردان کې وي، زه (میا افتخار حسین) به په نوښار کې یم، او حاجي بلور صاحب به په پیښور کې وي.»

د عوامي نشنل گوند مرکزي مشر بیا هم ټینگار وکړ چې د انتخاباتو نتیجې یې مسترد کړي دي او د گل ـ دوشنبې ورځې مظاهرې یې هم «په انتخاباتو کې د شویو درغلیو او ټگیو» پر ضد ترسره کیږي. میا افتخار حسین وویل چې د دوی غوښتنه دا ده چې له سره دې نوي انتخابات وشي.

د عوامي نشنل گوند د احتجاجونو دا پریکړه، د جمعې په ورځ د پارټۍ د ټینک ټانک د اجلاس نه پس شوې وه. د گوند مشر، اسفندیار ولي خان ویلي و چې پوځ، د انتخاباتو کمیشن، او موقتي حکومت په شریکه، د یو مخصوصه گوند د گټې لاره هواره کړې وه.

د عوامي نشنل گوند نه په مومندو کې تیرو انتخاباتو ته کاندید، نثار مومند وایي چې د انتخاباتو د قوانینو ترمخه ورته د پولینگ تر ختمیدو وروسته، اسناد نه دي ورکړل شوي. نثار مومند امریکا غږ ډیوه خبریال ته وویل: «یو فارم زما د لاس لاندې راغلی دی چې په هغې کې یوازې تش زما ووټ ښودلی دی، بیا باقي لاندې ورته ساینونه کړي دي، او نور ځای یې خلا پرې ایښې ده، هغه د دې لپاره چې بیا وروسته په دې کې خپل کار وکړي او گوتې په کې ووهي.»

هغه دا هم وایي چې کاندیدانو ته د ۴٦ام فارم چې دوی په کې امضاگانې وکړي، هم نه دی ورکړل شوی.

بل خوا په خیبرپښتونخوا کې د جمعیت علما اسلام گوند لخوا هم د احتجاجونه لړۍ روانه ده او تیره ورځ یې د دې صوبې په بیلابیلو برخو کې د انتخاباتو د څرنگوالي پر خلاف، مظاهرې کړې وې.

یاده دې وي چې د تحریک انصاف گوند مشر، عمران خان، د جولائی د ٢٥مې انتخابات، د هیواد په تاریخ کې تر ټولو صاف او شفاف انتخابات بللي دي.

XS
SM
MD
LG