لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پولیس: په اټک کې د نواز شریف د گوند پر یو کاندید برید شوی دی


شیخ آفتاب احمد د مسلم لیگ ن گوند غړی دی او په مخکیني حکومت کې د پارلماني چارو وفاقي وزیر و
شیخ آفتاب احمد د مسلم لیگ ن گوند غړی دی او په مخکیني حکومت کې د پارلماني چارو وفاقي وزیر و

د پاکستان پولیسو ویلي چې په راتلونکو انتخاباتو کې د مسلم لیگ ن د گوند پر یو کاندید باندې، پرون ناوخته په پنجاب کې حمله وشوه، خو هغه ترې روغ پاته شو.

پولیس نن د نهې ـ سې شنبې په ورځ وویل چې د شیخ آفتاب احمد د وژنې دغه هڅه، د گل ـ دوشنبې ورځې په پای کې، د پنجاب ختیځ لوري ته، د اټک په ضلعې کې هغه وخت وشوه چې نوموړی د انتخابي کمپاین له یوې غونډې راستنیده. هغه ته په دې حملې کې کوم زیان نه دی رسیدلی.

شیخ افتاب احمد، د مخکیني وزیراعظم محمد نواز شریف په کابینه کې وزیر پاته شوی او اوس د نواز شریف له گوند نه یې بیا ځان قامي اسامبلې ته نامزد کړی دی.

د انتخاباتو په رانږدې کیدو سره، په دې وروستو کې په پاکستان کې پر کاندیدانو یو شمیر بریدونه شوي دي چې تر ټولو خونړی برید، په بلوچستان کې د تیرې جمعې په ورځ چاودنه وه چې له ١٥٠ ډیر وگړي په کې مړه شول.

له هغه مخکې، د خیبرپښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې هم پر کاندیدانو حملې وشوې چې په یوې کې یې د عوامي نشنل پارټۍ کاندید، هارون بلور، ووژل شو.

بل پلو، په پنجاب کې د ترهگرۍ ضد پولیسو نن د نهې ـ سې شنبې په ورځ خبر ورکړ چې د ملتان ښار څیرمه یې څلور کسان چې د پاکستاني طالبانو او لشکر جنگهوي ډلې د غړیتوب شک پرې کیږي، نیولي دي.

د ترهگرۍ ضد پولیسو ویاند، مصطفی کمال، وویل چې له نیول شویو کسانو څخه، چاودیدونکي مواد او وسلې هم لاس ته راغلي دي. هغه زیاته کړله چې دغو څلورو کسانو غوښتل چې پر سیاسي غونډو او پر امنیتي ځواکونو حملې وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG