لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د انتخاباتو مرکزي کمیشن په وزیرستان کې د آزادو امیدوارانو د گرفتارۍ نوټس اخستی


د پاکستان د انتخاباتو کمیشن د جنوبي وزیرستان په دوو حلقو کې د آزادو امیدوارانو ، محمد عارف او محمد اقبال د گرفتارۍ نوټس اخیستی او د خیبرپښتونخوا د داخلي او قبایلي چارو چارواکو ته امر کړی دی چې د جون پر اته ویشتمه یعنې نن، د انتخاباتو کمیشن ته حاضر شي.

نیول شوي دواړه امیدواران د پښتون ژغورنې غورځنگ فعاله غړي دي. د جنوبي وزیرستان نه یو بل امیدوار عبدالوحید مسید وي او اې ډیوه ته ویلي دي چې په سیمه کې یې امنیتي چارواکي بې ځایه تنگوي او انتخابي مهم ته یې په ازادانه ډول نه پرېږدي.

د انتخاباتو د کمیشن سکریټري د خیبرپښتونخوا صوبې د داخلي او قبایلو چارو وزارت ته پخپل خط کې ویلي چې محمد عارف او محمد اقبال د ډیپټي کمیشنر لخوا، د جون پر نولسمه او څلورویشتمه د پبلیک آرډر آرډیننس یا اېم پي او لاندې نیول شوي او جیل ته لیږل شوي دي.

د انتخاباتو کمیشن د قبایلي ضلعو د انتخاباتو په درشل کې د انتظامیې دغه عمل، د انتخابي کمپاین د مخنیوي برابر عمل گڼلی او د خیبرپښتونخوا د داخله چارو وزیر ته یې ویلي چې نن د جمعې ورځې په یوولسو بجو کمیشن ته حاضر شي.

د الېکشن کمېشن لخوا د ووټونو اچولو په مرکزونو کې دننه د پوځ په گمارلو باندې اکثره سیاسي گوندونو سخت غبرگون ښودلی دی او دوی اندېښمن دي چې دا هرڅه د تحریک انصاف د امیدوارانو د کامیابۍ لپاره کېږي. خو د انتخاباتو کمېشن دغه تورونه بې ځایه بللي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG