لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: تر ٣٠٠٠٠ پورې مدرسې به د تعلیم د وزارت سرپرستي ومني


څېړونکې وايي مدرسې ځوانان تندورۍ او ترهگرو تنظیمونو ته جلب کوي او د پاکستان په پوځ د ډیر وخت راهسې دا الزام لگول کېږي چې په افغانستان او په کشمیر کې د هندوستان خلاف جنگېدو دپاره وسله وال تیارولو په لړ کې د ځینو مدرسو ملاتړ کوي
څېړونکې وايي مدرسې ځوانان تندورۍ او ترهگرو تنظیمونو ته جلب کوي او د پاکستان په پوځ د ډیر وخت راهسې دا الزام لگول کېږي چې په افغانستان او په کشمیر کې د هندوستان خلاف جنگېدو دپاره وسله وال تیارولو په لړ کې د ځینو مدرسو ملاتړ کوي

په هېواد کې د تندروۍ او تشدد د مخنیوي په لړ کې پاکستاني مامورینو ویلي یو شمېر اسلامي تنظیمونه راضي شوي چې تر د ٣٠٠٠٠ پورې مدرسې دې د تعلیم وزارت د سرپرستۍ دلاندې وچلول شي.

څېړونکې وايي مدرسې ځوانان تندورۍ او ترهگرو تنظیمونو ته جلب کوي او د پاکستان په پوځ د ډیر وخت راهسې دا الزام لگول کېږي چې په افغانستان او په کشمیر کې د هندوستان خلاف جنگېدو دپاره وسله وال تیارولو په لړ کې د ځینو مدرسو ملاتړ کوي.

د پاکستان د تعلیم وزیر شفقت محمود جیو ټېلې وژن ته په یوه مرکه کې وویل د اسلامي تنظیمونو سره شوي لوظنامه کې د مدرسو دپاره قاعدې او قوانین واضح کړی شوي دي، مدرسې به د تعلیم وزارت سره نوم لیکنه یا رجسټرېشن کوي او کومې مدرسې چې داسې نه کوي ورته به د فعالیت اجازت نه ورکول کیږي.

د تعلیم وزیر وویل حکومت به د مدرسو منتظیمونو سره په بېنکونو کې د اکاونټونو په خلاصولو کې او د بهرنو هېوادونو څخه راتلونکو د دوی طالب علمانو په ویزو کې مرسته کوي.

چارواکي وایي د نویو اقداماتو په نتیجه کې به حکومت کولی شي چې د مدرسو د پېسو په حساب کتاب نظر وساتي او دا یقیني کړي چې په چندو او خېراتونو کې ورته ورکړی شوي دغه پېسې خو په ترهگرۍ کې نه استعمالیږي. حکومت به د مدرسو د خارجې هېوادونو په طالب علمانو هم نظر ساتلی شي.

د حکومت او د مدرسو ترمنځ دا موافقه په داسې حال کې مخې ته راغلې ده چې د پوځ ترجمان د یو غیر معمولي اقدام د لارې اعلان وکړو چې حکومت په مدرسو کې د اصلاحاتو اراده لري چې دا رنگ مدرسې د حکومت د واک اختیار دلاندې راوستل شي.

څېړونکي وايي د پوځ د اعلان هدف دا ښکاري چې مدرسو ته سخت پېغام ورکړی شي چې د حکومتي اقدام مخالفت وه نکړي او دا چې حکومت په مدرسو کې د اصلاحاتو پروگرام په وړاندې بوتلو کې سنجیده دی.

په پاکستان کې اکثر مدرسې اسانتیاوې نه لري، زدکونکي پکې زیاتره وخت د قران حفظ کوي او نور عص‏ري تعلیم ته رسايي نه لري. په مدرسو کې تعلیم سر ته د رسولو وروسته محصلین یا خو خپله په مدرسو کې استازي او یا په جماعتتونو کې امامتي شروع کړي.

د مدرسو د موجوده نظام پلویان وايي په یو داسې هېواد کې چې ٢٥ مېلینه ماشومان د سکولونه نه بهر دي، مدرسې زیاتره د بې وسه کورنیو دوه اشاریه پنځه مېلینو ماشومانو ته وېړیا تعلیم، استوگنه او خوراک ورکوي.

د پوځ ترجمان مېجر جنرل اصف غفور ویلي مدرسو ته د حکومت د کتنې نه څرگنده شوي چې د ١٠٠ کمې مدرسې د تشدد او ترهگرۍ سره تړون لري. دوه هفتې وړاندې د حکومت تگلاره د اعلان کولو په وخت جنرل غفور وویل مدرسې به دیني تعلیم ورکول جاري ساتي خو په دغه تعلیم کې به د "کرکې وینا نه وي."

پوځي ترجمان وویل په پاکستان کې د تشدد نه ډکه تندوري ختمول غواړي خو دا یوازې په داسې حال کې کېدلی شي ماشومانو ته په یوه کچه د تعلیم موقعې برابر کړی شي.

پاکستاني حکومتونه د ډیر وخت راهسې په مدرسو کې د اصلاحاتو خبره کوي خو مدرسو یې تر اوسه مخالفت او مزاحمت کړی دی او د احتجاجونو دړکې یې کړې دي. مدرسې د اصلاحاتو خبره د غربي نړۍ سازش گڼي.

عامر رانا په اسلام اباد کې د ادارې انسټېټیوټ فار پیس اېنډ سکیورټي نومې څېړنې ادارې مشر دی، وايي پوځ د مدرسو د اصلاحاتو اعلان ځکه وکړو چې دا یوه حساسه مضوع ده او یو عام تاثر دا دی چې حکومت د پوځ او د امنیتي ادارو د ملاتړ نه بغیر داې گام نشي پورته کولی.

عامر رانا وویل تر اوسه پورې مدرسو د پوځ دغه اعلان ته څه مزاحمت نه دی څرگند کړی. هغه وویل په امنیتي ادارو د ډیر وخت راهسې دا الزام لگول کېږي چې د مختلفو مقاصدو دپاره یې د مدرسو ملاتړ کولو خو داسې ښکاري چې دغه ادارې په خپله په دې اړه څه نه څه فېصله کول غواړي.

یو لوړ رتبه پاکستاني چارواکي د نوم نه څرگندولو په شرط د وي او ای انگریزۍ څانگې خبریال ایازگل ته وویل چې د نوي تگلارې د لاندې به د یو مسلک عالم هم نشي کولی چې په خپله مدرسه کې د بل مسلک او مکتبه فکر د خلکو خلک د نفرت وینا وکړي.

دغه چارواکي په مدرسو کې د اصلاحاتو دپاره حکومت په لومړي توگه دوه اشاریه اووه ارب روپۍ مقرر کړې دي او په مدرسو کې عصر تعلیم دپاره د ١٠٠٠٠٠ استازانو د گمارلو عمل پېل شوی دی. چارواکي زیاته کړه چې د مدرسو د منتظیمونو سره د رابطو او مدرسي په قامی بهیر کې د شاملولو دپاره به په مقامي کچه افسران گمارل کیږي.

په نژدې وختونو کې پاکستاني چارواکو د یو شمېر هغو هسپتالونو او مدرسو اختیار ترلاسه کړی دی چې غیر قانوني تنظیمونو چلول چې پکې د جېش محمد ډلې ادارې هم شاملې وې. ملگرو ملتونو دغه تنظیم ترهگر بللی دی. جېش محمد د فېبرورۍ په میاشت کې د هندوستان د انتظام دلاندې په هندي پوځ د حملې ذمه واري په غاړه اخېستې ده. په دغه حمله کد ۴٠ نه زیات هندي عسکر وژل شوې دي.

پاکستان په مدرسو کې د اصلاحاتو دپاره تازه اقدامات په داسې حال کې هم اعلان کړي چې د وسله والو د مالي وسیلو په ضد یوې ادارې پاکستان خبرداره کړی چې په هېواد کې د وسله والو د پېسو ترلاسه کولو مخه نیولو دپاره دې نور کوټلي گامونه پورته کړی. فاینېنشل اېکشن ټاسک فورس (اېف ای ټي اېف) نومې ادارې د پاکستان نوم په "گری" یا خړ فهرست کې شامل کړی دی. په دې فهرست کې هغه ملکونه شامل دي چې د وسله والو د مالي وسیلو د شنډولو په لړ کې مناسب اقدامات نه دي کړي.

اېف ای ټي اېف به په اینده میاشت کې د پاکستان د اقداماتو جاج اخلي او د سپټمبر په میاشت کې به حتمي فیصله کوي چې ایا د هېواد نوم دې د خړ فهرست څخه لرې کړی شي او که چېرې د وسله والو د مالي وسایلو په ضد یې د تسلۍ وړ گامونه نه وي اخیستې نو نوم یې په تور فهرست کې شاملېدی شي. څېړونکې وايي که چېرې د پاکستان نوم په تور فهرست کې ولیکل شو نو د هېواد موجوده اقتصادي مشکلات نور هم زیاتېدی او نړیواله کچه په مالي لین دېن کې د قدغنونو سره مخامخ کیدی شي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG