لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په فاټا کې به د سږ کال په اکتوبر میاشت کې بلدیاتي انتخابات کولی شي


د فاټا یو شمیر سیاسي مشران وايي سیمه دې په خېبرپښتونخوا کې شامله کړی شي

د پاکستان په قبایلي سیمو، فاټا، کې د اصلاحاتو په لړ کې حکومت په یو شمیر عملي اقداماتو کار پیل کړی دی چې پکې په سیمه کې لېویز ځواکونو ته ته د پولیس په رنگ د امنیت ذمه وارۍ ورکړی کیږي او د سږ کال د اکتوبر په میاشت کې به په فاټا کې بلدیاتي انتخابات کولی شي.

د وي او ای ډیوه څېړونکی او په پېښور کې د ډان ورځپاڼې مدیر اسماعیل خان وايي په فاټا کې د دغه گامونو اخیستلو فېصله په اسلام آباد کې د شورو، چارشنبې، په ورځ په یوه غونډه کې وشوه.

اسماعیل وویل په دغه غونډه کې وزیراعظم شاهدخاقان عباسي، د خېبر پښتونخوا اعلا وزیر پرویز خټک، گورنر ظفراقبال جگړا، د حکومت د فاټا د اصلاحاتو کمیټۍ مشر سرتاج عزیز او د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه شامل وو.

اسماعیل خان وايي د فاټا په شهري سیمو کې لېویز ته د پولیس په ډول د امن او امان د ذمه واریو سپارلو کار شروع کړی شوی دی.

د ډان ورځپاڼې د پېښور ایډیټر یا مدیر په ټویټ کې لیکې چې په فاټا کې د اصلاحاتو په لړ یو بل اهم گام د پولیټیکل ایجنټ ټېکس ختمول دي. هغه لیکي دغه ټېکس ختمیدل د قبایلي سیمو د اولس دپاره ډیره لویه اسانتیه ده.

اسماعیل خان په بل ټویټ کې لیکلي د فاټا دپاره بل لوې خبر دا دی چې سږ کال به په فاټا کې بلدیاتي انتخابات کولی شي.

د "بازار میرام شاه" د عنوان دلاندې اسماعیل خان لیکي "وزاعظم عباسي بالاخر د خوبه بیدار شوی او یا چا را لړځولی چې د ډیر وخت راهسې د ځنډ ښکار د فاټا د اصلاحاتو په عمل کار وکړي. نن هغه د یوې اهمې غونډې مشري کوي. زه چې د بهترۍ امید ترې وساتو."

حکومت په سمدستي ډول په د اسماعیل خان د څرگندونو په اړه څه دریځ نه دی ښکاره کړی. وي او ای ډیوه د سرتاج عزیز سره په دې لړ کې د خبرو کوښښ وکړو خو هغه وویل د میلمنو سره مصروف دی.

په قامي اسمبلۍ کې د باجوړ نه د قامي اسمبلۍ غړي شهاب الدین خان د وي او ای ډیوه سره خبرو کې د حکومتي اقداماتو هرکلی وکړو خو وې ویل پکار ده چې د اینده پارلماني انتخاباتو نه وړاندې فاټا دپاره په خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د نشستونو اعلان هم شوی وی او په قبایلي سیمو کې د عدالتي او انتظامي اصلاحاتو دپاره په بجټ کې پېسې هم مختص شوی وی.

خو دا په داسې حال کې کیږي چې تیره ورځ د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د شمالي وزیرستان دوره کړې وه او هلته یې د افغانستان سره د تجارت په لړ کې د ځینې اسانتیاو پرانسته وکړه.

XS
SM
MD
LG