لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کرونا وایرس په سبب پاکستان دپاره د اېف ای تي اېف خړ فهرست نه د نوم لېرې کولو نیټه وغځیده


پاکستان به د جون د میاشت پورې د اېف ای تي اېف د شرطونو پوره کولو په لړ کې ادارې ته خيل دریځ څرګندولو خو پاکستاني چارواکي وايي دغه نېټه د اکتوبر د میاشت پورې ځنډول شوي ده

د ترهګرو د مالي سرچینو شنډولو نړیوالې ادارې فاینېنشل اېکشن ټاسک فورس، اېف ای ټي اېف، د خړفهرست نه خپل نوم لېرې کولو دپاره د پاکستان دپاره نېټه د سږ کال د جون د میاشت نه تر د اکتوبر د میاشت پورې وغځېدله. دا خبره پاکستاني مامورینو وایس اف امریکا ته کړې ده.

پاکستان به د جون د میاشت پورې د اېف ای تي اېف د شرطونو پوره کولو په لړ کې ادارې ته خيل دریځ څرګندولو خو پاکستاني چارواکي وايي دغه نېټه د اکتوبر د میاشت پورې ځنډول شوي ده.

په پېرس کې میشته ادارې په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي خو داسې ښکاري چې د اېف ای ټي اېف دغه فیصله د کرونا وایرس د خپروید په ترڅ کې شوي ده.

اېف ای ټي اېف په نړیواله کچه د تندلارو او ترهګرو ډلو د مالي وسیلو دپاره کار کوي او وايي پاکستان د وسله والو ډلو د مالي وسیلو د مخنیوي په لړ کې د اطمینان وړ ګامونه نه دي اخیستي نو ځکه د هیواد نوم یې په خپل خړ فهرست کې شامل کړی دی او پاکستان ته یې خبرداری کړی که چیرې د اېف ای تي اېف شرطونه یې په مکمله توګه پوره نکړل نو نوم به یې په تور فهرست کې شامل کړي شي.

د اېف ای ټي اېف په خړ فهرست کې ملکونه نړیوال مالياتي نظام ته په ازاده توګه رسايي نشي لرلی.

د سټیټ بېنک ترجمان عابد قمر وي او ای ته وویل اېف ای ټي اېف پاکستان ته د اکتوبر تر ۳۰ مې نېټې پورې میعاد ورکړی دی.

د سږ کال د فېبرورۍ په میاشت کې د اېف ای ټي اېف په غوڼده کې وېل شوي وو چې پاکستان د ادارې په ۲۷ په ۱۴ شرطونو عمل کړی دی او د خړ فهرست نه د لېرې کیدو دپاره هېواد باید په باقي پاتې شرطونو هم عمل وکړي. په دغه موقع پاکستان ته د جون د میاشت پورې وخت ورکړی شوی و.

عابد سلهري د وزیراعظم عمران خان د اقتصادي مشاوراتي ډلې غړی دی، وي اوای ته یې وویل پاکستان به د اېف ای ټي اېف باقي پاتې شرطونه عملي کولو کې کامیاب شي. هغه وویل پاکستان یوازې د اېف ای ټي اېف د خړ نوم نه د وتلو دپاره د ادارې شرطونه نه پوره کول غواړي بلکې ګڼي چې د ترهګرۍ او د پېسو د غیرقانوني کاروبار مخه نیول یې په خپل مفاد کې هم دي.

هغه وویل د اېف ای ټي اېف د شرطونو منلو دلاره به په پاکستان کې غیر رسمي اقتصادي هلې ځلې په رسمي معیشت کې شاملې شي بلکې د حکومت په امدن کې به هم اضافه وشي.

XS
SM
MD
LG