لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان وايي نړیواله ټولنه به یې د اېف ای ټي اېف په غونډه کې ملاتړ وکړي


د بېجنگ د غونډې نه وړاندې پاکستان دغه خوشبیني په داسې حالې کې څرگنده کړه چې پاکستان د غیرقانوني ټاکل شوې ډلې جماعت الدعوه مشر حافظ سعید او د هغه یو ملگري ته ترهگرو د مالي مرستې په الزام ١١ کاله د قید سزا ورکړه

پاکستان ویلي خوشبینه دی چې د اېف ای ټي اېف په اینده غونډه کې به یې نړیواله ټولنه ملاتړ وکړي او د هېواد نوم به د ادارې د خړ فهرست نه لري کړي.

د پاکستان د خارجه وزارت ترجمانې عائشه فاروقي د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د معمول خبري غونډې ته وویل چې د پاکستان "نړیوال همکاران زمونږ سره ولاړ دي."

اېف ای ټي اېف یا فاېنېنشل اېکشن ټاسک فورس په نړۍ کې د ترهگرو د مالي سرچینو او د پېسو د غیرقانوني انتقال هلې ځلې کوي او پاکستان کې ادارې په خړ فهرست یا گری لسټ کې دی. د ترهگرو د مالي سرچینو خلاف اداره د پاکستان گامونه ناکافي گڼي.

د اېف ای ټي اېف اینده غونډه دا میاشت په چین کې کېدونکي ده چې پکې به د پاکستان د درجه بندۍ په اړه هم غور کولی شي.

د بېجنگ د غونډې نه وړاندې پاکستان دغه خوشبیني په داسې حالې کې څرگنده کړه چې پاکستان د غیرقانوني ټاکل شوې ډلې جماعت الدعوه مشر حافظ سعید او د هغه یو ملگري ته ترهگرو د مالي مرستې په الزام ١١ کاله د قید سزا ورکړه.

XS
SM
MD
LG