د پاکستان د خزانې وفاقي وزیر محمد اورنګزیب د وي او ای اردو څانګې سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي د ايي اېم اېف نه به ورته راتلونکې اونۍ 1.1 اربه ډالره ترلاسه شي.
نوموړي پخلی کړی چې د ايي اېم اېف نه د پور نوي پروګرام ترلاسه کولو لپاره به د نړیوالې مالیاتي ادارې یوه ډله راتلونکې میاشت د پاکستان سفر کوي.
د واشنګټن په سفر د پاکستان د خزانې وزیر محمد اورنګزیب ویلي د نړیوالې مالیاتي ادارې نه د نوي پور دغه پروګرام به د راتلونکي کال په مالي بجټ کې شاملوي او دوي تمه لري چې د دغې لپاره به د جولايي میاشت پورې د ايي اېم اېف سره نوې معاهده وشي.
ښاغلي اورنګزیب منلي د ايي اېم اېف سره د نهه میاشتو د سټېند باې ارېنجمنټ یا معاهدې سره د هیواد اقتصاد ښه شوی او د هیواد زرمبادله به د روانې میاشتې د اخیره پورې د نهه اربه ډالره نه سېوا شي. او هېله یې څرګند کړې د ايي اېم اېف د راتلونکي پروګرام سره پاکستان غواړي چې خپل اقتصاد په مستقله توګه قوي کړي.
په راتلونکي پروګرام کې نوي څه دي؟
د پاکستان د خزانې وفاقي وزیر ویلي چې د ايي اېم اېف سره په نوي پروګرام کې دوه مهمې خبرې دي، لومړۍ دا چې په اقتصاد کې دا وخت کوم ښه والی لیدل کیږي دا هم دغه شان جاري وساتو، دویم دا چې د اقتصادي اصلاحاتو پلانونه عملي کړو.
نوموړي ویلي د اصلاحاتو عملي کولو لپاره حکومت ته درې کاله موده پکار ده. د اقتصادي اصلاحاتو د نه عملي کیدو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې محمد اورنګزیب ویلي، که چرې پخوا شوي اصلاحات عملي شوي وی نو اوس به پاکستان د ايي اېم اېف ۲۴ پروګرام ته نه ورتلو.
محمد اورنګزیب منلي د هیواد په جي ډي پي کې د ټېکسونو شرح یواځې ۹ فیصده ده او مونږ له دغه ۱۵ فیصده ته د رسولو ضرورت دی. د خزانې وزیر هېله څرګند کړې چې تر څو دغه اقتصادي اصلاحات عملي شوي نه وي نه د پاکستان اقتصاد ښه کېداې شي او نه په هیواد کې ګراني او د سود شرح کمېدی شي.
ښاغلي اورنګزیب تمه څرګند کړې چې د روان کال اخیره پورې به په هیواد کې د سود شرح کمېدل شوور شي او راتلونکي کال د ستمبر میاشت پورې به د ګرانۍ کچه لس فیصده کمه شی.
Forum