لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وايي نورو ملکونو ته د تلو په انتظار افغانان چې ویزې یې ختمې دي فیس به ادا کوي


د خارجه وزارت ترجمانه ممتاز زهره بلوچ
د خارجه وزارت ترجمانه ممتاز زهره بلوچ

پاکستاني چارواکو د هېواد د دې فېصلې دفاع کړې چې په نورو ملکونو کې د ابادېدو په انتظار یا د پاکستان نه بهر تلونکي افغانان به فيس ادا کوي، وايي دا فېصله د اميګرېشن په اړه د مقامي قوانینو سره سمون خوري.

د پاکستان د فيس هدف د زرګونو په شمېره کې هغه خلک دي چې د امریکې په مشرۍ کې یې په افغانستان کې د نېټو ځواکونو سره خدمات ترسره کړي او په 2021 کې طالبانو د بیا واکمنېدو نه پس پاکستان ته د دې تشویش په سبب تللي چې طالبان یې په انتقام کې په هدف نه کړي.

د پاکستان د امیګرېشن یو چارواکي د جمعې په ورځ د دې خبرې تصدیق وکړو چې هر افغان چې بل ملک ته د تګ په انتظار په پاکستان کې دی او ویزه یې ختمه شوې او یا په پاکستان کې د پاتې کېدو قانوني اسناد نه لري د 800 ډالر نه به زیات فیس ادا کوي.

د امیګرېشن چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط وي او ای ته وویل حکومت ډیر ریاعت کوي که نوي نو افغانان به هره هفته درنې جرمانې ادا کوي.

امریکايي چارواکو ویلي قریباً‌ 25000 افغانان په ممکنه توګه په امریکا کې د امیګرېشن د خصوصي پروګرام دلاندې د ابادېدو اهلیت لري. برطانيې ویلي په اینده کلونو کې به د افغانستان نه د 20000 نه زیات کسان په ملک کې ابادوي.

د رپورټونو ترمخه، په اسلام اباد د هغو مغربي ملکونو سفارتخانو چې د ریسېټلمنټ یا د بیا ابادۍ پروګرامونه وړاندې کوي د پاکستان د فیس اخیستلو د فېصلې غندنه کړې او د ملګرو ملتونو په زریعه یې دا مسله د پاکستان سره پورته کړې ده.

د پاکستان د خارجه وزارت ترجمانې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په مطبوعاتو کې دا پوښتنې او دعوې ناسمې وبللې چې د فیسونو اخیستل او جرمانې غېرقانوني او یا په خصوصي توګه د افغانستان دپاره دي.

د خارجه وزارت ترجمانې ممتاز زهره بلوچ په اسلام اباد کې د معمول هفته وار خبري کانفرنس ته وویل حقیقت دا دی چې د یو شمېر نورو ملکونو په شان چې په کې برطانیه هم شامله ده، د پاکستاني قوانینو دلاندې هر تن چې د ویزې مېعاد یې ختم شوی وي او یا د امیګرېشن د قوانینو په خلاف ورزۍ کې موندل شوی وي، د دې دپاره جرمانې ادا کوي او یا ورته سزا کولی شي.

بلوچ زیاته کړه چې که پاکستان څه فیس نافذ کړی دی او یا بې نافذ کوي، د ملک د قوانینو مطابق به وي.
دغه فیس په داسې وخت نافذ کېږي چې پاکستان غېرقانوني غېرملکیان د ملک نه وباسي چې په کې د اندازې ترمخه یو اشاریه اووه مېلین افغانان هم شمال دي چې په غېرقانوني توګه په پاکستان کې وو او یا یې ویزې ختمې شوي دي.

د سرکاري شمېرو ترمخه د سېپټمبر د میاشت د منځۍ مودې راهسې 360000 افغانان وطن ته ستانه شوي دي. پاکستاني چارواکو ویلی هغه افغانان چې په امریکا یا په نورو ملکونو کې د ابادېدو په انتظار په پاکستان کې موجود دي، افغانستان ته به نه لېږل کېږي.

پاکستان دا هم ویلي چې هغه یو اشاریه څلور مېلین افغانان چې پاکستان یې د قانوني کدوالو په څېر کوربتوب کوي، ملک ته به نه ستنول کېږي. ملګرو ملتونو او د نورو ادارې په پاکستان غږ کړی چې د یخ موسم او په افغانستان کې د بشري بحران په سبب دې د افغانانو د ستنولو لړۍ ودروي.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې نماینده فلېپا کېنډلر د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل په داسې حال کې چې په افغانستان کې سخته ساړه شروع شوی په لویه شمېره کې د افغانانو ورتګ د هېواد په انساني بحران کې اضافه کوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG