لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان : دپشکال بارانونو تباهي خوره کړې ده،30 کسان مړۀ


پاکستان : دپشکال بارانونو تباهي خوره کړې ده،30 کسان مړۀ
پاکستان : دپشکال بارانونو تباهي خوره کړې ده،30 کسان مړۀ

دخيبرپښتونخوا ايالت په سرښار پيښورکې هم دبارانونو له امله 35 ودانۍ غورځيدلي او دبجلۍ او ټيلي فونونو نظام ته هم زيان رسيدلى دى.

په پاکستان کې دتيرو څلورو ورځو راهسې دپشکال دروانو بارانونو له امله په بيلا بيلو پيښو کې په لسگونو کسان مړۀ شوي او گڼ شمير نور ژوبل شوي دي.
تر ټولو زيات کسان په جنوب لويديزه بلوچستان صوبه کې مړۀ شوي چې شميره يې 30 ؤ ته رسيدلې ده.
سيمه ييز چارواکي وائي دزيارت په ورځ په بارکهان کې په سيلابي اوبو کې دلاهو شوؤ30ؤ کسانو څخه د10ؤ مړي راويستل شوي او دنورو لټون شروع دى.
دپشکال بارانونو زيات زيانونه په دبلوچستان په بارکهان او سبي سيمو کې اړولي دي.
دغلته ځايې پځايې خوړونه او نالې دباراني اوبو څخه ډکې شوي دي
دپاکستان پوځ دبارنونو دلاسه په اوبو کې گيرو شوؤ خلکو ته دهيلي کاپټرو له لارې مرستې رسول پيل کړي دي.
همدغه راز .دخيبرپښتونخوا ايالت په سرښار پيښورکې هم دبارانونو له امله 35 ودانۍ غورځيدلي او دبجلۍ او ټيلي فونونو نظام ته هم زيان رسيدلى دى.
په پيښور کې 12 کورونه په ارباب لنډۍ او 35 په بډه بيره سيمه کې غورځيدلي خو دبارانونو له امله په پيښور کې دمرگ ژوبلې په هکله څه رقم اطلاعات نۀ دي ترلاسه شوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG